کرکټ بورډ: راشد خان به له سري لانکا سره لومړیو دوو لوبو کې نه لوبېږي

راشد خان

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د تمرین په مهال د راشد خان په ملا کې درد پیدا شوی او ډاکټر ورته د ارام کولو سپارښتنه کړې ده.

راشد خان د هند په پریمیر لیګ [آی پي ال] کې له لوبېدو وروسته سري لانکا ته ولاړ چې د افغانستان د ملي لوبډلې سره یو ځای شي. افغانستان له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ لوبې لري چې د جمعې په ورځ پیل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن چهارشنبه مۍ ۳۱ (جوزا لسمه) په یوې اعلامیې کې وویل: «د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان نن د تمریناتو پر مهال د ملا په برخه کې درد محسوس کړی دی چې د ډاکټر له معایناتو وروسته نوموړي ته د یوې اونۍ ارام ورکړل شوی دی. »

کرکټ بورډ وايي په دې یوې اونۍ کې به راشد خان تر «بشپړې درملنې لاندې وي او هیله شته» چې د سري لانکا سره درېیمې او وروستۍ لوبې کې ولوبېږي. کرکټ بورډ د راشد خان له مینه والو غوښتي چې د هغه «ژر تر ژره رغېدو» لپاره دوعاوې وکړي.

دا مطلب هم ولولئ

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان سره سیالیو ته په آی پي ال کې ځلیدلی لوبغاړی بللی

راشد خان څه موده مخکې د پاکستان سره د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ له ګټلو وروسته هند ته ولاړ او څه باندې یوه میاشت یې په آی پي ال کې لوبې وکړي.

راشد خان او نور احمد لکڼوال د ګجرات ټایټنز په لوبډلې کې وو چې لوبډلې یې دویم مقام وګاټه. راشد خان د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان دی.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې په سري لانکا کې دي چې له دغه هېواد سره دریو یو ورځنیو لوبو ته چمتوالی ونیسي.

سري لانکا هم د دغو لوبو لپاره تېره ورځ د ۱۶ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه لوبې دي.