د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ افغانستان له سري لانکا سره سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل


د افغانستان او سري لانکا لوبغاړي
د افغانستان او سري لانکا لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ له سري لانکا سره دریو یوې ورځنیو سیالیو ته د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ لوبډله له سري لانکا سره د جون د میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټه لوبې وکړې. دا لوبې په سري لانکا کې کېږي.

په اعلان شوي نوملړ کې تر ډېره هماغه لوبغاړي دي چې څه موده مخکې د سري لانکا او بنګله دېش خلاف یوې ورځنیو لوبو کې لوبېدلي وو.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي: « لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني اضافه شوی خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال چې د سري لانکا پروړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وو، دا ځل د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مل دي.»

په اعلامیې کې د بورډ د مشر میرویس اشرف له خولې ویل شوي دي چې په دغې ډلې کې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی.

هغه ویلي دي: «دا ښه خبره ده چې څو ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی. نړیوال جام ته زموږ تیاری له وړاندې پیل شوی دی او پوره هڅه کوو چې د لوبډلې یو ښه جوړښت او توازن برابر کړو او په ښه توګه یې یادو سیالیو ته تیاره کړو.»

د لوبډلې مشر حشمت الله شهیدي او مرستیال یې رحمت الله زرمتی دی. رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن رحماني، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک نور لوبغاړي دي.

XS
SM
MD
LG