د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سري لانکا ته ولاړه


د افغانستان د کرکټ‌لوبغاړي سري لانکا ته ولاړل
د افغانستان د کرکټ‌لوبغاړي سري لانکا ته ولاړل

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې لوبغاړي نن دوشنبه مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) له سريلانکا سره دریو یوې ورځنیو لوبو لپاره دغه هېواد ته ولاړل.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جون په دویمه، څلورمه او اوومه له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې دا لوبغاړي به څه باندې یوه اوونۍ په سري لانکا کې تمرین کوي چې را روانو لوبو ته چمتوالی ونیسي.

د افغانستان او سري لانکا لوبې د همبانتوتا په ښار کې کېږي. دا دوستانه لوبې دي.

افغا کرکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د ۱۵ لوبغاړو نومونه [سکواډ] اعلان کړي دي چې عبدالرحمن رحماني په کې په لومړي ځل ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.

راشد خان، نور احمد لکڼوال، رحمان الله ګربز او فضل حق فاروقي هم د آی پي ال له سیالیو وروسته سري لانکا ته ځي چې له لوبډلې سره یو ځای شي.

افغانستان له دغو لوبو وروسته له بنګله دېش سره هم د ټسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ لري. همدغه راز له هند سره هم خبرې روانې دي چې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې.

دا لوبې د اسیا کپ او نړیوال کپ څخه مخکې کېږي چې د بورډ د چارواکو په وینا د افغان لوبډلې د چمتوالي لپاره مهمې دي.

XS
SM
MD
LG