د شهید اونۍ لمانځل؛ سرغړونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

د شهید اوونۍ د لمانځلو په هکله عام خلک شکایت کوي چې د هغوي د ژوندانه لارې چارې ګډوډوي.

د کورنیو چارو وزارت له هغو کسانو سره د جدي چلند خبرداری ورکړی چې د شهید اوونۍد مراسمو د لمانځلو په پلمه غیرقانوني کړنې کوي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ د سپټیمبر ۷ (وږي ۱۷) خبریالانو ته وویل چې د شهید د اونۍ مراسم باید په ارام چاپیریال او د عامه نظم له اخلالولو پرته ترسره شي.

هغه زیاته کړه: "هغه کسان او ډلې چې غواړي د شهید د اونۍ په نوم داسې اعمال وکړي چې له امله یې زموږ د خلکو فزیکي او روحي امنیت وګواښل شي، امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې له دغو کسانو سره جدي چلند وکړي".

ښاغلي ارین دغه راز وویل چې د دغو مراسمو پر مهال د وسلو ګرځول او هوايي ډزې منع دي او د سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.

ټاکل شوې سبا د سې‌شنبې په ورځ د وږي ۱۸مه په افغانستان کې د شهید اونۍ او د احمدشاه مسعود ۱۹م تلین ولمانځل شي.

تېر کال په همدې ورځ د احمدشاه مسعود د پلویانو په هوايي ډزو کې دوه تنه ووژل شول.

پولیسو هغه مهال ۱۳۸ تنه د عامه نظم د ګډوډلو په تور نیولي وو.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت هر کال ورته خبرداری ورکوي، خو د دوی د خبر داري سره سره یو شمېر کسان په دغه ورځ په تورنګ لړلو موټرو او غیر قانوني وسلو سره کابل ښار کې ګر