په کانګو کې په ایبولا د اخته کسانو شمېر تر ۶۰۰۰ واوښت؛ زرګونه مړه شوي

چارواکو نن دوشنبه (اګست ۳۱) د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د ایبولا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۰۰۰ اوښتی دی.

دا وبا څو میاشتې مخکې هلته خپره شوې چې تر دې دمه یې زرګونه کسان مړه کړي دي.

ایبولاد مرکزي افریقا په تاریخ کې تر دې دمه ټولو ډېره خپره شوې وبا بلل شوې ده.

د ایبولا دا بڼه «بونډيبویو» نومېږي چې لا ورته تائید شوی واکسین نه دی جوړ شوی.

د رویټرز خبري اژانس د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د عامه اړیکو وزارت په حواله لیکلي دي چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې ۶۰۴۱ کسان په دغې وبا اخته شوي او ۲۹۱۱ کسان مړه شوي دي.

دغه وزارت ویلي دي چې د روغتیا ډلې یې په شپږو هغو ولایتونو کې، چې دا وبا په کې ډېر خلک نیولي، کار کوي.

څه موده مخکې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي وو چې د «بوندیبویو» ناروغي د کنترول او وقایې په اړه یې د څېړنو لومړنۍ پایلې ښه وې.

ایبولا یوه سخته او ډېره ساري ناروغي ده چې له وحشي حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي او د ناروغانو د وینې، کانګو، نورو بدني مایعاتو او ککړو جامو او بسترونو له لارې خپرېږي.