د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (DRC) روغتیايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د ایبولا د ناروغۍ وبا کې چې په چټکۍ خپریدو له پلوه تر ټولو سخته بلل کېږي، د مړو شمېر له ۱۷۰۰ څخه اوښتی دی.
چارواکي وايي، تر اوسه لږ تر لږه ۳۸۰۰ کسان په ایبولا اخته شوي او ۱۷۰۷ کسان مړه شوي دي. له ۷۰۰ څخه ډېر ناروغان اوس مهال په قرنطین او جلا مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي او د مې میاشتې له نیمایي راهیسې ۷۲۷ کسان له دغې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) وايي، په سیمه کې د روغتیايي بنسټونو کمزورتیا، روانې شخړې، پر روغتیايي کارکوونکو د تاوتریخوالي پېښې او د شخصي خوندیتوب د وسایلو کمښت د ایبولا پر وړاندې مبارزه لا ستونزمنه کړې ده.
د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز مشر ژان کاسیا د سې شنبې په ورځ اګست ۴مه کانګو ته سفر وکړ. هغه وویل چې د کانګو حکومت او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هڅه کوي چې «هره پېښه او له ناروغانو سره هر تماس مشخص کړي، روغتیايي کارکوونکي خوندي کړي، خلکو ته د معاینې او درملنې اسانتیاوې برابرې کړي، باور پیاوړی کړي او د مبارزې لپاره اړینې ټولې سرچینې چمتو کړي.»
د ایبولا په دې وبا کې د ایبولا د ویروس د «بوندیبویو» په نوم ډول خپرېږي چې تر اوسه د درملنې لپاره کوم تایید شوی درمل یا واکسین نشته.
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، د بوندیبویو ډول لپاره د تجربوي درملو، مخنیوي درملو او واکسینونو په برخه کې د څېړنو ځینې لومړنۍ پایلې هیلهبښونکې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د څېړنې او پراختیا د پروګرام سرپرست واسې مورتې وویل: «که دا وبا له پخوانیو ایبولا وبا سره پرتله کړو، موږ توانېدلي یو چې ازموینې ډېرې ژر پیل کړو. رښتیا هم، هغه معلومات چې د درملنې له کلینیکي پړاو څخه مخکې ترلاسه شوي، هیلهبښونکي دي.»
خو مورتې ټینګار وکړ چې لا هم کلینیکي ازموینو ته اړتیا ده، څو معلومه شي چې دغه درمل او واکسینونه تر کومه حده اغېزمن دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو د ایټوري ولایت په درېیو روغتیايي مرکزونو کې د یوې درملنې د ازمایښتي پروګرام ملاتړ کوي. ایټوري هغه سیمه ده چې د ایبولا د وبا له امله تر ټولو زیاته اغېزمنه شوې ده.
په بریتانیا او کاناډا کې هم د ایبولا د بوندیبویو ډول پر وړاندې د دوو واکسینونو کلینیکي ازموینې روانې دي
فورم \ دبحث خونه