نبي، راشد او مجیب ۲۰۱۸ کال کې په ګډه ۱۴۸ ویکټې اخیستي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دریو ورو توپ اچونکو راشد خان، محمد نبي عیسی خېل او مجیب الرحمن په ۲۰۱۸ کال کې په ګډه سره په شل اوریزو یو ورځنیو لوبو کې ۱۴۸ ویکټې اخیستي دي چې دا د درې واړو لوبغاړو لپاره یو ځلېدونکی کال بلل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي جې دې درې واړو لوبغاړو په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۹ او په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۳۹ ویکټې اخیستي‌ دي.

دا درې واړه لوبغاړي چې د افغانستان له ملي لوبډلې نړیوالو لیګونو ته هم لار پیدا کړې اوس په نړۍ کې په مخکښو او نامتو لوبغاړو کې شمېرل کېږي.

راشید خان همدا نن خپلې لوبې د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د دوو ویکټو په اخیستلو پای ته ورسولې.

راشد خان د ۲۰۱۸ کال د ای سي سي د لوبغاړو په یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې د نړۍ په کچه لومړنی الرانډر اعلان شوی او د نړۍ په کچه د یو ورځینو لوبو دوهم غوره بالر بلل شوی دی چې نژدې په شلو فانټونو کې د هند جسپرټ بومبرا ترې مخکې دی.

راشد خان بیا په همدغه درجه بندۍ کې د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو غوره بالر بلل شوی دی.

او محمد نبي عیسی خېل چې له یوې لسیزې زیات د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېږي په ۲۰۱۸ کال کې د ای سي سي د لوبغاړو درجه بندۍ له‌مخې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د دریم الروانډر په توګه ځای لري‌.