افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۳۷۷۸ تنو ته ورسېد

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۱۵ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت معین وحید مجروح نن جمعه مې ۸ (غويي۱۹) ویلي چې دغه پېښې په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوي چې په په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۸ ته لوړ شو.

ښاغلي مجروح زیاته کړې چې د تیرې یوې شپې او ورځ راپدېخوا په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې درې تنه مړه شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۹ تنو ته ورسېد.

نوموړي زیاته کړه چې له یادو پېښو څخه ۵۷ په هرات، ۵۰ کابل، ۳۱ بلخ، ۱۷ کندهار، ۱۱جوزجان، ۹ پکتیا، ۸ غور، ۷ کونړ، ۶ لوګر، ۵ ننګرهار، ۴ فاریاب، ۳ پکتیکا، ۳ زابل او دوې په پېښې په لغمان ولایت کې ثبت شوي دي.

هغه وویل چې د کرونا ویروس څخه تر دامهال په افغانستان کې ۴۷۲ تنه بیرته روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ روغتیا وزارت خبر ورکړ چې د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز هم په کرونا ویروس اخته شوي چې دا مهاله پخپل کور کې د قرنطین په حال کې دی.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو چې وروسته په چټکۍ سره په نورو هیوادونو ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن جمعې مې ۸ (غويي۱۹) پورې څه باندې درې میلیونه خلک په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۲۹۶زره تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.