کروناویروس؛ تازه پېښو کې ۱۲ افغانان مړه شوي

په دې سره د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۷۰ تنو ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۲ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی.

روغتیا وزارت نن جمعه ډسمبر ۲۷ (مرغومې ۷) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۵۹۳مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۱۷۰يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۰۰۷ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۱۲تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۷۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۳۱۹ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته رغېدلیو کسانو شمېر هم ۴۱۳۳۱ ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.