د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ۲۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا شاوخوا دوه زره او ۶۰۰ مشکوک سمپلونه ارزول شوي چې له دې شمېرې ۲۳۴ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو مجموعي شمیر ۵۱۵۹۴ ته رسېدلی دی.

همداشان دغه وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله د نهو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی، چې ورسره له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۲۱۳۵ ته پورته شوی.

د افغانستان د روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د په کروناویروس د اخته شویو کسانو له مجموعي شمېرې څخه څه باندې ۴۰۵۰۰ تنه بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کروناویروس له امله تر ټولو زیات کسان په کابل ولایت کې مړه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره کابو یو کال مخکې د چین د هوبي ایالت په وهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنې په تر ورځې ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۴) په نړۍ کې څه باندې ۷۸ میلیونه او ۷۱۲زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۷۳۰زرو څخه زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG