په افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۴۹ نور ناروغان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۱۲۲ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۲۲۶ سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱۲۲ یې مثبت و.

د افغانستان روغتیا وزارت د دې ترڅنګ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۴۹ ناروغانو د مړینې خبر هم ورکړی دی.

د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۴۰۲۲۶ او له کرونا ویروس څخه د ټولو مړو شمېر ۶۰۹۸ ته ورسېد.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۷۱۷ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه روغ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۸۶۹۶۳ تنو ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا دجانس هپګینز پوهنتون د رسمي معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۸۸ میلیون او ۹۲۹زره کسان کرونا نیولي او څه باندې څلور میلیون نور کسان ورڅخه مړه شوي دي.