د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، په افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی لا هم د لاسوهنو، محدودیتونو او په بشري مرستو کې د ښځو د ګډون د منع کولو له امله اغېزمن شوی دی.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې بشري مرستندویو شریکانو د سپټمبر په میاشت کې بشري مرستو ته د لاسرسي د محدودیتونو ۳۰ پېښې ثبت کړې دي.
په راپور کې د مرستندویه بنسټونو پر کارکوونکو تاوتریخوالی او د بشري مرستو د کارکوونکو نیول هم د راپور شویو ستونزو په توګه یاد شوي دي. د اوچا په وینا، د واکمنو چارواکو له خوا اړمنو کسانو ته د مرستو نه رسېدل هم د بشري مرستو پر وړاندې له خنډونو څخه دي.
د جغرافیایي وېش له مخې، د افغانستان په لوېدیځ زون کې د لاسرسي محدودیت ۱۴ پېښې ثبت شوې دي چې د ټولو پېښو ۴۷ سلنه کیږي. په دې توګه، په دغه زون کې بشري مرستو ته د لاسرسي تر ټولو ډېر محدودیتونه لګېدلي دي.
اوچا وايي، په لوېدیځ زون کې مرستو ته د لاسرسي د وضعیت خرابېدل تر ډېره د واکمنو چارواکو له لاسوهنو، په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ له محدودیتونو، او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د بشري مرستندویو بنسټونو د څارنو له زیاتېدو سره تړاو لري.
د اوچا په وینا، که څه هم د ثبت شویو پېښو شمېر تر یوه حده کم شوی، خو په بشري فعالیتونو کې لاسوهنې او جنسیتي محدودیتونه لا هم په افغانستان کې د مرستو رسولو له مهمو خنډونو څخه دي. دغه محدودیتونه په ځانګړې توګه روغتیايي او نورو اړینو خدمتونو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي منفي اغېز کوي.
د راپور له مخې، د محدودیتونو د پېښو شمېر د اګست میاشتې په پرتله ۲۷ سلنه کم شوی دی. خو بشري مرستندوی بنسټونه خبرداری ورکوي چې د پېښو د شمېر کمېدل حتمي نه ده چې د لاسرسي د وضعیت د ښه کېدو معنا ولري، ځکه د ځینو پېښو نه ثبتېدل لا هم یوه جدي ستونزه ده.
د جنسیت د همغږۍ ډلې او د بشري مرستو ته د لاسرسي کاري ډلې له خوا د سپټمبر په میاشت کې د یوې ترسره شوې سروې پر بنسټ، شاوخوا ۹۰ سلنه ګډون کوونکو سازمانونو ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ زون کې ښځې او نجونې خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
دغه محدودیتونه یوازې د خلکو خدمتونو ته پر لاسرسي اغېز نه کوي، بلکې د بشري مرستو د پروژو د پلي کېدو مخه هم نیسي.
د سروې د پایلو له مخې، د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې لګېدلو محدودیتونو د ۱۳۹ پروژو له ډلې د ۲۶ پروژو د بندېدو، ځنډېدو، د فعالیتونو د کمېدو یا د پیل د مخنیوي لامل شوي دي. دغه شمېر د ټولو پروژو شاوخوا ۱۹ سلنه جوړوي.
د چاپېریالي او فزیکي ستونزو زیاتوالی، اداري لاسوهنې او په بشري فعالیتونو کې د ښځو پر ګډون محدودیتونه په افغانستان کې د مرستندویو فعالیتونو د دوام په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
اوچا وايي، د ژمي په رارسېدو سره ښايي چاپېریالي ستونزې زیانمنونکو سیمو ته لاسرسی لا ستونزمن کړي. په داسې شرایطو کې، پر ښځینه کارکوونکو او په هغو ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه چې مرستې ترلاسه کوي، د بشري خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې نورې ستونزې هم رامنځته کوي.