پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي

اسلامي هیوادونه د ډسمبر پر ۱۹مه د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه په پاکستان کې تر سره شي.

د سعودي عربستان پاچا د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت د سعودي عربستان د غوښتنې سره هم مهاله د یادې غونډې د کوربتوب ژمنه کړې وه.

نن شنبه ډسمبر ۴ (لېندۍ ۱۳) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه غونډه د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه د سعودي عربستان په ملاتړ په اسلام اباد کې تر سره شي.

د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه دغه غونډه پر داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته او ساړه ژمي په رارسېدو سره په دغه هیواد کې بشري مرستو ته تر بل هر وخت اړتیا زیاته شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ تازه خبرداری ورکړی چې د ژمي د موسم په رارسیدو سره په افغانستان کې میلیونونه کسان د لوږې د بحران سره مخ دي.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې جګړو او ناامنیو شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان مجبور کړي چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او د ژمي لپاره هم چمتوالی نلري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ وایي چې بې ځایه شوې کورنۍ د سرپناوو، تودو جامو او د ژمي په موسم کې د ځان د تود ساتلو لپاره د سون مواد نلري. ښاغلي بلوچ همدرانګه ویلي چې دا کسان په کافي اندازه خواړه او دارو درملو ته هم لاسرسی نلري.

هغه زیاته کړه، "په افغانستان کې بشري ناورین ورځ شدت پیدا کوي. پدې هیواد کې لوږه په بې سارې توګه ډیره شوې. تقریباً ۲۳ میلیون کسان چې ددې هیواد ۵۵ په سلو کې وګړي کیږي، د لوږې سره مخ دي او د دې ډلې څخه ۹ میلیون یې د قحطۍ د خطر سره مخ دي".

د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند غنمو او درملو انتقال

بلخوا په کابل کې د اسلام اباد سفیر ویلي چې هیواد یې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند د غنمو او درملو مرستې تېرېدو ته اجازه ورکړې ده.

محمد صادق خان ویلي چې نن شنبه یې په دې اړه ی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د بشري مرستو د اسانتیاو برابرولو په اړه خبري کړي.

نوموړي زیاته کړې چې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم او بېړني درمل به د واګه بندر له لارې د افغانستان په لاریو کې تورخم ته انتقال شي. تر څو په دغه هیواد کې اړمنو خلکو ته ورسیږي.