د اتلتیک فدراسیونونو نړیواله اتحادیه وايي چې د پاریس د المپیک سږنۍ سیالیو کې د اتلتیک هغو لوبغاړو ته چې د سرو زرو مډال وګټي، نغدې جایزه ورکوي.
ددغه اتحادیې په یوې خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې ویلي، هغه ورزشکارانو ته چې د پاریس د المپیک د اتلیتک لوبو په ۴۸ څانګو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړي، هر یوه ته به ۵۰ زره ډالره نغدې پیسې ورکړي.
World Athletics introduces prize money for Olympic gold medallists at Paris 2024, and all medallists from LA28.
— World Athletics (@WorldAthletics) April 10, 2024
پدې توګه به دغه اتحادیه لومړی نړیوال فدراسیون شي، چې د المپیک مډال ګټوونکو ته نغدي پیسې ورکوي. دا پداسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هیڅ بل ورزشي فدراسیون د مډال ګټونګو لپاره ورته پلانونه ندي اعلان کړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د پاریس سږنۍ المپیک او په ۲۰۲۸ م کال کې د لاس انجلس المپیک د اتلتیک د څانګې ټولو مډال ګټوونکو ته به نغدي جایزې ورکول کیږي.
خبرپاڼه د نړیوال اتلتیک فدراسیون مشر "سیباستین کو" په حواله لیکلي: "د المپیک د سرو زرو مډال ګټونکو لپاره د نغدې جایزې ورکړه نه یوازې ددغه فدراسیون لپاره یوه مهمه شیبه ده، بلکې په ټوله کې د هغو ورزشکارانو د پیاوړي کولو او پیژندګلوي لپاره زموږ ژمنتیا څرګندوي، کوم چې د المپيکي لوبو په برياليتوب کې مهمه ونډه ترسره کوي."
"سیباستین کو" همدارنګه ویلي، چې دا د هغو هڅو پایله ده چې موږ په ۲۰۱۵ کې پیل کړې وه، چیرې چې د اتلتیک فدراسیونونه هغه ټولې پیسې چې المپیک لوبو لپاره د المپیک نړیوال کمیټې څخه ترلاسه کوي، بیرته او په مخامخ توګه زموږ ورزشي ډګرونو ته راګرځي.
د اتلتیک فدراسیونونو د نړیوالې اتحادی لخوا دغه خبر پداسې حال کې اعلانیږي، چې تر دې مخکې د المپیک ډیری ورزشکاران د خپلو هیوادونو څخه یوازې د مډالونو امتیاز ترلاسه کول.
د بیلګې په توګه، د متحده ایالاتو د المپیک او پارالمپیک فدراسیون خپلو ورزشکارانو ته د سرو زرو مډالونو لپاره ۳۷۵۰۰ ډالر، د سپینو زرو لپاره ۲۲۵۰۰ ډالر او د برونزو مډال لپاره ۱۵زره ډالر انعام په پام کې نیول دي.
بلخوا بیا ځینې هیوادونه چې د المپیک په لوبو کې یې ډیر لږ لوبغاړي ګډون کوي، د ډیرو لویو امتیازاتو وړاندیز کوي. پدې ډله کې هانګ کانګ د سرو زرو مډال اخیستونکو ته شاوخوا ۶۳۸زره ډالر او سینګاپورد نږدې ۷۴۰ زره ډالر په پام کې نیولي دي. خو د انګلستان او نیوزیلنډ په ګډون نور هیوادونه خپلو لوبغاړو د المپیک په لوبو کې د مډالونو د ګټلو له امله هیڅ ډول نغدي امتیاز نه ورکوي.
د سږنۍ المپیک لوبې د روان کال د جولای له ۲۶مې څخه د اګست تر ۱۱مې نېټې پورې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ترسره کیږي.