کوټه کې د هزاره ګانو د حقونو فعالې اعتصاب ختم کړ

About 90 percent of Egyptians are Muslim, and this week they celebrate Eid al-Adha, a holiday in which livestock are slaughtered and some of the meat is distributed to the poor, Cairo, July 20, 2021.

په کوټه کې د هزاره ګانو فعالې جلیله حیدر خپل د نه خوړو اعتصاب ختم کړ.

دې له څو ورځو راهېسې د هزاره ګانو د وژلو پر ضد د پاکستان د بلوچستان په کوټه کې د نه خوړو اعتصاب کړی و.

خو د سه شنبې په شپه (مۍ۱) د پاکستان د پوځ د مشر له لیدو وروسته یې خپل اعتصاب پای ته ورسوه.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر احسن اقبال سره یو ځای د هزاره اعتصاب کوونکو خیمې ته ورغلل او ژمنه یې وکړه چې د هغوی امنیت به خوندي کوي.

په کوټه کې پنځه ځايه د هزاره ګانو د وژنې پرضد احتجاج وشو. د کوټې هزاره ټولنه چې ادعا کیږي د اقلیت شعیه هزاره گانو د هدفي وژنو په وړاندې د شلو کلونو څخه دوام لري، د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصاب کړی و.

جلیله حیدر د پنځو ورځو راهیسي د کوټې پرېس کلب مخې کې د نه خوراک اعتصاب کړی و. جلیله حیدر چې مدافع وکیله او د هزارگانو د حقونو فعاله ده، وایي د پوځ د لوی درستیز قمر جاوید باجوه نه غواړي چې د یو عام کس په توگه، د یو پلار او میړه په توگه د هغوئ د حالته خبر شي او د قربانیانو د کورنیو درد احساس کړي.

په کوټه کې هزاره اقلیت نه پوهیږي چې خپلوان يي څوک وژني

د جلیلې په وینا په کویټه کې د هزاره ټولنې سره ۳۰۰۰ کونډې او ۱۰۰۰۰ یتمان ثبت دي، او دا ټولنه د پاکستان د پوځ نه غواړي چې ورسره مخامخ شي او ددی مجهوله وژنو او لادرکه کیدو ځواب ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تیرو پنځه کلونو کې په کوټه کې د مختلفو تروریستي حملو په ترڅ کې تر اوه سوه ډیر هزاره ګان وژل شوي دي.

تیرکال د یو لیسې زده کوونکي، علي حارث امریکاغږ ته ویلي وو چې تر اتیاسلنه شاګردانو د مرګ او وژنې له ویرې لیسه پریښوده او په پوهنتون کې يي د شمولیت ډډه وکړه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال د دوشنبې په ماښام (اپریل۳۰) د هزاره مظاهره کوونکو د مشرانو سره ولیدل او هڅه یې وکړه چې مظاهره ختمه شي، خو مظاهره کوونکو وويل تر هغې پورې کورونو ته نه ځي تر څو چې ورته پوځ د امنيت ډاډ نه وي ورکړې.

مظاهره کوونکو غوښتل پوه شي، هغه خلک چې د امنیتي پوستو تیریږي او ځوانان يي وژني، څوک دي؟

ددی راپور ویدیي بڼه دلته لیدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان د اقلیت مظاهره