د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف د عمر تر پایه له دولتي وظیفې نه منع شو


د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ پریکړه وکړه چې د هغه هیواد پخوانی صدراعظم نواز شريف د عمر تر پایه نشي کولای چې په دولتي څوکیو کې کار وکړي.

د ښاغلي شریف تر څنگ د پاکستان تحريک انصاف ګوند یو سیاستوال جهانګير ترين هم د عمر تر پایه په انتخاباتو کې له گډون او د دولتي څوکۍ د ترلاسه کولو له هڅې محروم شو.

د پاکستان سترې محکمې پخوانی صدراعظم نواز شريف تير کال د جولایی په مياشت کې د "پاناما قضيې" په ارتباط د اداري فساد په تور د صدرات له څوکۍ نه بې صلاحیته اعلان کړ او وروسته یې دا پریکړه هم وکړه چې شریف د خپل ګوند مسلم ليګ ن مشري هم نشي کولای.

د پاکستان سترې محکمې ویلي دي چې د هیواد د اساسي قانون له مخې هر هغه شخص چې د سترې محکمې له لورې له خپل مقام نه بې صلاحیته اعلان شي – لکه نواز شریف چې اعلان شو – نشي کولای چې په دولت کې کار وکړي.

د جمعې د ورځې (اپریل ١٣) حکم د نواز شریف راتلونکې ټولې سیاسي هیلې ناکامې کړې.

د ښاغلي شریف په اړه له پریکړې وروسته د هغه د واکمن گوند غړې او د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنگزیب په غوسې وویل چې د شریف په اړه پریکړه یوه "توقه" ده.

د پاکستان سترې محکمې ویلي کله چې د دغه پریکړې پر ضد بله پریکړه وشي نو هغه وخت به د محکمې اوسنی حکم باطل شي.

ښاغلی شریف درې ځلې د پاکستان د صدراعظم په توگه انتخاب شوی او هر ځل له واکه گوښه کړای شوی دی. په ١٩٩٣ کې ښاغلی شریف د پاکستان د جمهور رئیس د فرمان په اساس له واکه لرې شو. په په ١٩٩٩ کې د پوځي کودتا په نتیجه کې له واکه لرې او بندي شو، خو یو څه موده وروسته له زندانه ازاد شو او سعودي عربستان ته تبعید شو

او بالاخره په ٢٠١٧ کې په اداري فساد کې د لاس لرلو په تور د هغه هیواد د سترې محکمې د پریکړې په اساس د صدرات له څوکۍ نه گوښه کړای شو.

XS
SM
MD
LG