امریکا خپله نوې جنګي الوتکه چې رادار یې نشي موندلې، نندارې ته وړاندې کړه

متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ ډسمبر دریمه (لیندۍ ۱۲) خپله نوې بم غورځونکې الوتکه "B-21" چې په پرمختللې ټکنالوژۍ سمباله ده او د اټومي وسلو د لیږد وړتیا هم لري، نندارې ته وړاندې کړه.

دغه الوتکه چې رادار یې نشي موندلی له څو کلونو پټ کار وروسته بشپړه شوې او په راتلونکې کې له چین سره د امریکا د احتمالي جګړې په اړه زیاتیدونکو اندیښنو ته د پنټاګون ځواب ګڼل کیږي.

دغه نوې جنګي الوتکه په څه باندې ۳۰ کلونو کې د امریکا لومړۍ نوې جنګي الوتکه ده چې جوړیږي.

د B-21 الوتکو جوړول د امریکا د اټومي برخې د ټولو دریو څانګو د نوې کیدو لپاره د پنټاګون هڅه ده، چې بالستیک اټومي توغندي او له اوبتل څخه د اټومي کوپړیو توغول هم پکې شامل دي. واشنګټن غواړي د وروستیو لسیزو د ترهګرۍ ضد مبارزه بدله او ځان د چین د ګړندۍ نظامي ودې سره سیال کړي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون تیره اوونۍ په خپل کلني راپور کې وویل چې چین تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې د ۱۵۰۰ اټومي وسلو د درلودلو په طرف روان دی او د غږ څخه د چټکو قابلیتونو، سایبري او فضایي جګړې په برخه کې د هغه هیواد لاسته راوړنې د امریکا ملي امنیت او ازاد نړیوال سیستم ته ګواښ ګڼل کیږي.

د امریکا د هوایي پوځ پخوانۍ مشرې دیبورا لي جیمز په ۲۰۱۵ کال کې ددغو بم غورځونکو د قرار داد د اعلان پرمهال وویل:"موږ د ۲۱ بیړۍ لپاره نویو بم غورځونګو ته اړتیا درلوده څو د ډیرو پیچلو تهدیداتو په وړاندې ودریږو، د هغو تهدیداتو په شان چې ویره لرو یوه ورځ به د چین او روسیې له خوا ورسره مخ شو."

د پنټاګون د تیرې اوونۍ په راپور کې ویل شوي دي چې واشنګټن، بیجینګ د متحدو ایالتونو د ستر رقیب په توګه بولي او د چین د پوځ په اړه کلني راپور هم د چین اټومي وسلو او هم د هغه هیواد د پوځ پرمختګ ته اشارې شوي دي.

خو له دې سره سره د چین د اټومي وسلو شمیر به د متحدو ایالتونو او روسیې تر اټومي وسلو کم وي ځکه هر دغه هیواد په سل ګونه زره اټومي کوپړۍ لري.

د پنټاګون راپور زیاتوي، چین احتمالا هڅه کوي نوې اټومي کوپړۍ او د تولید داسې سیسمونه جوړ کړي چې حد اقل د موثریت، اعتبار او بقا له پلوه د متحدو ایالتونو او روسیې د جوړیدونکو محصولاتو سره یوشان وي.

د چین هوایي ځواک چې په نړۍ کې دریم ستر هوایي ځواک شمیرل کیږي او اوس مهال څه باندې ۲۸۰۰ الوتکې لري هم د پرمختګ په حال کې دی.