د فراه یو شمېر اوسیدونکي غواړي د ګوزڼ ضد مبارزه چټکه شي

د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د فراه ولایت یو شمېر اوسیدونکي له مسئولو چارواکو غواړي چې د دیني عالمانو په مرسته په هغه ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې روانه مبارزه نوره هم ګړندۍ شي.

دوی په دغې مبارزې کې د دیني عالمانو رول اغیزناک بولي او ټینګار کوي چې دوی کولای شي د منبرونو له لارې خلکو ته د ګوزڼ د ساري او خطرناکه ناروغۍ د ناوړه پایلو او د واکسین د ګټو په معلومات ورکړي.

د فراه اوسیدونکی نبي جان وایي که دیني عالمان د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې خپله همکاري زیاته کړي، نو ژر تر ژره به د واکسین پر وړاندې پراته خنډونه لرې شي او هیڅ ماشوم به له واکسین څخه پاتې نشي.

ښاغلي نبي جان امریکا غږ ته وویل: له کومه ځایه چې ولسونه د نورو اشخاصو په پرتله د دیني عالمانو ویناوو ته زیات غوږ ږدي، نو د دوی له لوري د خلکو پوهاوی او هڅونه غوره پایلې درلودلای شي.

د نوموړي په وینا، د دیني عالمانو له لوري د ګوزڼ په اړه معلومات په آسانۍ او چټکې سره د کورنیو تر منځ خپریږي او پدې توګه ګڼ شمير کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته غاړه ږدي.

د دې ولایت بل اوسیدونکي عبدالقدیر جلالي امریکا غږ ته وویل: د فراه په لرې پرتو سیمو کې د خلکو د سواد کچه ډیره ټیټه ده، نو د جوماتونو ملا امامان کولای شي کورنۍ وهڅوي چې په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.

په ورته مهال، د فراه روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي او ماشومانو ته د واکسین د تطبیق په برخه کې له دیني عالمانو سره بشپړه همغږي لري او د دوی په همکاري به د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه لا زیاته ګړندۍ کړي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، واحد خان وحیدي پدې هکله امریکا غږ ته وویل: موږ د جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوی په برخه کې روزنه ورکړې.

ښاغلي وحیدي له دیني عالمانو څخه مننه کوي چې هم د مرکز او هم د ولسوالیو په کمپاینونو کې له دوی سره همکاري کوي او د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام اړین پیغامونه د خلکو تر غوږونو رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر ننګونو له امله د فراه په لرې پرتو سیمو کې لا هم د ګوزڼ پر وړاندې روانه مبارزه له ستونزو سره مخ ده.