د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه ځوانان: له ګوزڼ پاک افغانستان مو آرمان دی


د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د فراه یو شمېر لوستي ځوانان اندیښمن دي چې افغانستان لا هم د نړۍ هغه دوه هیوادونو په ډله کې راځي چې د ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ پېښې پکې را منځته کیږي.

ورته مهال، روغتیايي چارواکي بیا د یادې هیلې پوره کیدل، د ولس، په ځانګړي ډول د کورنیو په مرسته پورې تړلي بولي.

د فراه ولایت یو تن اوسیدونکی، محمد اسماعیل چې په روغتیايي علومو کې لوړې‌ زده کړې لري، وايي چې د ګوزڼ په وړاندې د لسیزو مبارزې وروسته دا خبره اوس د دوی لپاره یو آرمان ښکاري چې ګواکې ګوزڼ به له افغانستان څخه پاک شي.

بلخوا، د روغتیا نړیوال سازمان هیله مندي څرګندوي چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د ناروغۍ له منځه وړلو ته نږدې شوي دي.

د دې سازمان د مسوؤلینو به وینا، کچیرې د ټولنې ټول قشرونه مرسته وکړي او واکسین تطبیق شي نو دغه ناروغي به ژر له منځه ولاړه شي او د دې هڅو پایله به د ټولو لپاره لویه لاسته راوړنه او ویاړ وي.

د فراه یو بل لوستۍ ځوان، عبدالخالق لیوال بیا امریکا غږ ته وویل: "په ټوله نړۍ کې دغه ناروغي له منځه تللی خو د افسوس خبره دا ده چې نښې یې یوازې په افغانستان او پښتونخوا کې شتون لري."

د نوموړي په وینا، لاملونه یې خورا زیات دي خو ستر لامل یې په یادو سیمو کې د اوږدې جګړې اغیزې دي.

د ښاغلي لیوال په وینا، ارمان مو داده چې نور د دغې ناروغۍ لمن زمونږ له هیواد څخه هم ټوله شي.

بل پلو، د فراه روغتیايي چارواکي په هیواد کې د ګوزڼ شتون د ماشومانو روغتیا او راتلونکي ته ګواښ او د اندیښنې وړ بولي.

د فراه د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون رئیس ډاکټر صلاح الدین احدي د ګوزڼ په وړاندې روانه ټکنۍ مبارزه تر ډيره بریده د کورنیو په فعاله مرسته پورې تړلې بولي.

نوموړی زیاتوي: "ګوزڼ، د خولې له لارې انتقالیدونکې ویروسي‌ ناروغي ده چې له بده مرغه، د هېواد په لیرې‌ پرتو سیمو کې د سواد د کچې ټیتوالي او د شخصي او چاپیریال ککړتیا له امله خپریږي."

ډاکتر احدي دا هم زیاتوي چې روغتیایي ټیمونه د خلکو کورونو ته ورځي خو له بده مرغه کورنۍ ناغیړي کوي او ماشومان نه واکسین کوي.

یاده دې وي چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ ناروغۍ یې د ماشومانو ژوند ګواښي.

د روغتیاپالانو په وینا، د پولیو ناروغي درملنه نلري، خو د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکې کولی شي ماشومان له ګوزڼ او تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG