ولسمشر غني د پولیو ضد مبارزې په اړه له بیل ګیټس سره خبرې کړي

آرشیف

د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د مایکروسافت شرکت او د بیل او ملینډا ګېټس بنسټ له مشر سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې پر مبارزې خبرې وکړې.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپانې کې راغلي، دواړو لوریو اندېښنه څرګنده کړه چې تېر میلادي کال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې څو برابره وې، ځکه طالبانو تر خپل ولکې لاندې سیمو کې د پولیو واکسین کارکوونکو ته اجازه نه ورکوله.

په دې ویډیویي کنفرانس کې دواړو لوریو د پولیو واکسین د تطبیق په بهیر کې د اصلاحاتو په راوستو او د امکاناتو پر زیاتوالي هم هر اړخیز بحثونه کړي دي.

بیل ګېتس بنسټ د نورو روغتیايي برخو سربېره د پولیو واکسین په برخه کې هم له روغتیایي ادارو سره مرسته کوي.

تېر ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې د تېرو کلونو په پرتله پکې زیاتوالی راغلی وو.

د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د کومې مثبتې پېښې راپور نه دې ور کړل شوی خو روغتیايي چارواکي وايي چې که چیرې د پولیو کور په کور کمپاینونو سره مخالفت همداسې دوام وکړي نو امکان لري چې د کوزڼ پیښې به د ۲۰۲۰ په پرتله ډیرې شي.

پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د نړۍ په نورو هیوادونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مټ له مینځه تللی ده، خو افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې پولیو ویروس پکې موجود دی او د ماشومانو روغتیا ګواښوي.

روغتیایي کار پوهان وایي، چې لا تر اوسه پورې د پولیو ناروغۍ لپاره درمل نه دي جوړ شوي یوازې دوه څاڅکې واکسین کولی شي چې ماشومان ددې ناوړۍ ناروغۍ پر واندې وقایه او له تلپاتې معلولیت څخه یې وژغوي.