پمپیو د نړۍ هېوادونو ته: چین څخه تښتېدونکو مسلمانانو ته پناه ورکړئ

ښاغلی پمپیو منځنۍ اسیا ته په سفر کې دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له چین څخه د اویغور تښتېدونکو مسلمانانو ته پناه ورکړي.

ښاغلي پمپیو په قزاقستان کې خبریالانو ته وویل: "امریکا له ټولو هېوادونو دا غوښتنه لري چې پر چین د فشار راوړلو لپاره له متحدو ایالتونو سره یو ځای شي چې د اویغور مسلمانانو روانه ځپنه ختمه شي. زموږ غوښتنه ساده ده، هغوی چې له چین څخه تښتې، پناه ورکړئ."

مایک پمپیو منځنۍ آسیا ته د سفر پر مهال قزاقستان ته تللی. نوموړي‌ د قزاقستان له چارواکو غوښتي‌ چې د اویغور مسلمانانو له کبله پر چین د فشار راوړلو لپاره له امریکا سره یو ځای شي.

هغه د یکشنبې په ورځ (فبروري۲) د قزاقستان په مرکز نورسلطان کې خبریالانو ته وویل چې د اویغور د مسلمانانو د مسئلې په اړه یې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: "موږ د انسانانو د قاچاقو او همدغه راز پر اویغور مسلمانانو د سختیو په اړه، چې د چین کمونیست ګوند د قزاقستان سرحد ته نژدې د شين ژیانګ په ایالت کې توقیف کړي، هم بحث وکړ."

ښاغلي پمپیو په قزاقستان کې د قزاق له یو شمېر هغو کورنیو سره هم ولیدل چې وايي خپل خپلوان یې د چین په شین ژیانګ کې په کمپونو کې توقیف شوي دي.

قزاقستان د چین قزاق اقلیتونو ته د اوسېد اجازه ورکړې خو پناه یې لا نه ده ورکړې.

د بشري حقونو ډلې وايي‌ چې چین د شین ژیانګ په ایالت کې څه باندې یو میلیون اویغور مسلمانان "د افراطیت سره د مبارزې"په پلمه په کمپونو کې توقیف کړي، خو چین دا راپورونه ردوي.

قزاقستان له چین سره نژدې اړیکې لري. په پام کې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان، بلاروس او اوکراین ته هم سفرونه وکړي.