د لاس رسي وړ اتصالات

چین د تیلیفوني اپلیکیشن له لارې اویغور مسلمانان څاري- راپور


د بشري حقونو ډلې د چین حکومت له اویغور مسلمانانو سره په ناوړه چلند تورنوي
د بشري حقونو ډلې د چین حکومت له اویغور مسلمانانو سره په ناوړه چلند تورنوي

چین د تیلیفوني اپلیکیشن له لارې اویغور مسلمانان څاري- راپور د بشري حقونو د څار ډله وايي چې چین د شین ژیانګ په ایالت کې د تیلیفوني اپلیکیشنونو له لارې اویغور مسلمانان تعقیبوي او نیسي يې.

د بشري حقونو د څار ډلې د پنجشنبې په ورځ (مۍ۲) راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې چین له دې لارې د شین ژیانګ په ایالت کې د ډېرو خلکو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

دغه ډله وايي د چین حکومت د دغو تیلیفوني اپلیکیشنونو له لارې " شکمنو" کسانو تیلیفوني خبرې، د موټرونو د تګ راتګ لارې، د هویت کارتونه او ډېر نور فعالیتونه څاري.

د بشري حقونو د څار ډله همدغه راز وایي چې د چین حکومت له دغې لارې د خلکو د وینې ګروپ، د قد او قامت په اړه معلومات هم را ټولوي.

د دغه سازمان یو چارواکي مایا ونګ د چین دا کار "غیر قانوني" بللی او ویلي يې دي چې د چين حکومت په شین ژیانک کې د خلکو د شخصي ژوند په اړه پلټنې کوي.

د شین ژیانګ په ایالت کې د اټکل له مخې۱۳ میلیونه خلک ژوند کوي چې اکثریت یې مسلمانان دي.

متحدو ایالتونو او د لویدیځ ځینو نورو هېوادونو چین تورن کړی چې شاوخوا یو میلیون اویغور مسلمانان په "اجباري کمپونو" کې ساتي. خو بیجینګ وايي چې دا د "زده کړو کمپونه" دي.

XS
SM
MD
LG