مایک پمپیو د شمالي کوریا وروستۍ غوښتنه رد کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي دی اوس هم له شمالي کوریا سره د امریکا د اټومي مذاکراتو مشري کوي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت لوړ رتبه چارواکو له دې وړاندې غوښتي وو چې په راتلونکو مذاکراتو کې د مایک پمپیو پر ځای یو بل کس وټاکي.

ښاغلي پمپیو وویل، دی اوس هم له شمالي کوریا سره د امریکا د مرکچي پلاوي مشري کوي او د یاد هیواد رهبر کيم جونګ اون د اټومي وسلو د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل:"هیچ شی بدل شوي ندي موږ د خپلو خبرو اترو دوام لپاره کار کوو، موږ لاهم د خبر اترو د ټیم مسؤولیت او مشري لرو، دا روښانه ده چې جمهور رئیس ټرمپ د ټولو هڅو مسولیت او مشري کوي. مګر دا به زما ټیم وي."

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکي له قوله ویلي چې شمالي کوریا هیله لري په راتلونکو خبرو اترو کې د دوي سیال مایک پمپیو نه بلکې داسې یو کس وي چې له دوی سره په خبرو کې محتاط او سنجیده وي.

د متحده ایالاتو او شمالي کوریا ترمنځ د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په اړه خبرې وروسته له هغه وځنډیدې چې د دواړو هیوادونو د مشرانو کم او ولسمشر ډانالډ ټرمپ ترمنځ د فبرورې د میاشتې سرمشریزه بې پایلې پای ته ورسیده.

د دیپلوماتیکو خنډونو سره سره د سویلي کوريا جمهور رئیس مون جي ان د شمالي کوریا او متحده ایالتونو ترمنځ د یوې بلې سرمشریزې د جوړیدو هڅې کوي څو د اټومې بې وسلې کولو لپاره لار پرانیزي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون یوه اوونۍ وړاندې ویلي و چمتو دی چې له ډانلډ ټرمپ سره د دریم ځل لپاره وګوري خو په دې شرط چې امریکا د روان کال تر پایه دواړو لورو ته د منلو وړ شرایط وړاندې کړي.

بلخوا ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونې د شمالي کوریا او روسې مشران د لمړی ځل لپاره وگوري. د کیم پلار په ٢٠٠٢ کال کی دوه ځله په روسیه کې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.