د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د شمالي کوریا په اټومي فعالتیونو به ناهیلی شم


که څه هم راپورونه د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو د پیل خبر ورکوي خو د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د هغه هیواد له مشر کیم جونګ اون سره خپلې اړیکې پیاوړې ګني.

ښاغلی ټرمپ ویلي د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو په بیا پیل به متعجب شي خو روښانه کړې یې ده باور لري چې تر اوسه د شمالي کوریا له رهبر سره ښې اړیکي لري.

ډانلډ ټرمپ وویل"زه به ناهیلی شم که پوه شم چې هغه زموږ د موافقاتو خلاف کوم کار کړی، خو وبه ګورو څه کیږي."

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هنوي له غونډې وروسته له شمالي کوریا سره د امریکا د اړیکو په اړه بحث رد کړی خو د راتلونکو خبرو په اړه یې هیله مندي ښودلې ده.

د کانګرس یو شمیر غړي د هنوي له غونډې څخه د جمهور رئیس ټرمپ د وتلو پریکړه پر ځای بولي او وايي اوس پکار ده چې د دواړو لورو ټیټ رتبه مامورین له بلې غونډې مخکې د ستونزمنو مسایلو په اړه بحث وکړي.

د امریکا د سنا مجلس دیموکرات غړی کرس مورفي وايي جمهور رئیس غوښتل اټومي فعالیتونه په بشپړ ډول بند شي او په بدل کې به یې بندیزونه لري شي خو دا په دوه ورځنۍ غونډه کې ناشونې وه.

جمهور رئیس ټرمپ او د شمالي کوریا رهبر د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې له لومړۍ غونډې وروسته د دویم ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د فبروري میاشتې په ۲۷ او ۲۸ نیټه د ویتنام په پلازمینه هنوي کې وکتل خو غونډه ځکه بې نتیجې شوه چې دواړو لورو په خپلو غوښتنو ټینګار کاوه.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره وویل په غونډه کې پرمختګ نه وو. د هغه هیواد وګړي امریکا د قرار داد په نه ترلاسه کیدو کې ملامته ګڼي.

ټرمپ کیم
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

XS
SM
MD
LG