د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او کیم غونډه ولې بې نتیجې شوه؟


د نظرونو توپیر ددې لامل شو چې په ویتنام کې د امریکا د متحده ایالاتونو د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون غونډه بریالۍ نشي.

دا د سنګاپور له غونډې وروسته د جمهور رئیس ټرمپ او کیم جونګ اون دویمه غونډه وه چې د کوریا وچې د غیر اټومي کیدو په اړه جوړه شوې وه.

یو شمیر کارپوهان په هانوی کې د شمالي کوریا د رهبر او د جمهور رئیس ټرمپ د غونډې د ناکامیدو یو علت احتمالا په خبرو کې د امریکايي لورې د تجربې او چمتوالي نه شتون بولي.

دوی وايي ممکن امریکايي مرکچیان د شمالي کوریا له استازو سره د خبرو لپاره چمتو نه وو.

کارپوهان زیاتوي د بندیزونو په اړه لانجې کولای شي د ټرمپ د شخصي ډیپلوماسۍ حدود روښانه کړي هغه څه چې نوموړی هڅه کوي د کیم سره د ملگرتیا له لارې، امتیازات ترلاسه کړي.

له ستیمسن مرکز څخه جینې ټاون وايي" دا ډیره روښانه نه ده چې څه غوښتل شوي و. خو داسې ښکاري چې د دوی غوښتنې تر هغه اوچتې وې چې دوی یې وړاندیز کاوه."

تر اوسه هم داسې ښکاري چې دواړه لوري د اټومي قرار داد غوښتونکي دي خو کارپوهان وايي مخکې له دې چې د دواړو هیوادونو مشران بله غونډه وکړي اوس ددې وخت دي چې اړوند مسولین د جنجالي مسایلو او توپیرونو په اړه خبري وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ له غونډې وروسته وویل، دا خبرې وروسته له هغه بې پایلې پاتې شوې چې د شمالي کوریا رهبر د یونګ بیونګ اټومي مرکز د تړلو په بدل کې پر خپل هیواد د ټولو بندیزونو د لرې کیدو غوښتنه کوله.

له غونډې وروسته د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري یونګ هو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هیواد یې یوازې د مزایلو او اټومي ازمایښتونو د درولو په بدل کې د یو شمیر بندیزونو د لرې کیدو غوښتنه کوله.

دا غونډه چې د تیرې چهار شنبې په ورځ د ( فبروري په ۲۷ ) د جمهور رئیس ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون ترمنځ د ویتنام په پلازمینه هانوی کې پیل شوه خو د پنجشنبې په ورځ د غیر اټومي کیدو او د کوریا جګړې د سولې د اعلامیې له لاسلیک کیدو پرته نیمګړې پاتې شوه.

XS
SM
MD
LG