د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران د رژیم په وړاندې د متحدو ایالتونو په مشري عملیات ختمیدو ته نږدې دي.
ولسمشر ټرمپ وایي د هغه په باور د ایران د ترهګر رژیم په وړاندې د امریکا – اسراییل مشترک عملیات چې د فبروري په ۲۸ نیټه پیل شوي او تیره اوونۍ ودریدل، پای ته رسیدو ته ډیر نږدي دي خو لا ختم شوي ندي.
نوموړي د فاکس خبري شبکې سره په مرکه کې چې نن چهار شنبه (اپریل ۱۵) خپره شوې د حماسي غضب عملیاتو ته په اشارې ویلي:"زما په آند ختمیدو ته ډیره نږدې ده. تاسې پوهیږئ څه-- که اوس ووځم، دا به ۲۰ کاله وخت ونیسي چې هغه هیواد بیا ورغول شي. او زموږ کار تر اوسه ختم ندی. وبه ګورو چې څه کیږي. فکر کوم هغوی په ډیرې لیوالتیا غواړي یوه هوکړه وکړي."
ولسمشر ټرمپ ویلي جګړه په دواړو حالتونو کې ختمیدلی شي خو هوکړې ته ترجیح ورکول کیږي ځکه هغوی [ایران] به د بیارغونې فرصت ولري. ټرمپ ویلي چې نړۍ به "د دوو غوره ورځو" شاهده واوسي.
د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د خبرو د بل پړاو تر راپورونو وروسته، سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ (اپریل ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې د امریکا – ایران په راتلونکو خبرو بحث روان دی خو تر اوسه د خبرو دقیق مهال ویش ندی ټاکل شوی.
ولسمشر ټرمپ د فاکس بزنس نیټورکس سره په خبرو کې په خپل دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کیدو په هدف خپلې هڅې په دایمي شکل ودرودي او له دې پرته هوکړه نه کیږي.
ټرمپ خپل تیر ګواښ تکرار او ویې ویل که ایران خپل ناوړه فعالیتونه ونه دروي امریکا به د ایران پلونه او د بریښنا تاسیسات په عاجل شکل له منځه یوسي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل:" موږ نغواړو دا کار وکړو، ځکه تاسې به یې یوه ورځ بیرته ورغووئ، او ستاسې ۱۰ کاله پکار دي چې دا پلونه بیرته ورغوئ، حتی که تاسې ټرمپ ووسئ، دا اوږد وخت غواړي. د بریښنا تاسیسات هم ډیر بد دي، بنا موږ به وګورو چې څه کیږي."
اټکل کیږي چې دا خبري د متحدو ایالتونو د ولسمشر د مرستیال جي ډي ونس په مشرۍ او د امریکا او ایران ترمنځ د دوو اونیو د اوربند تر پای ته رسیدو مخکې وي.
د متحدو ایالتونو او ایران جګپوړو چارواکو تیره شنبه (اپریل ۱۱) د جګړې د ختمیدو په هدف د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ۲۱ ساعت خبرې وکړي خو دا خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې.
د ترکیې ولسمشر وویل: "هلته ممکن ننګونې وي، ممکن پیچلي موضوعات وي چې حل یې وخت وغواړي. خو کله چې تمرکز د سولې په ګټو وي، او کله چې اوږدمهاله تصور موجود وي، د پام وړ برخه به یې حل شي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسلام اباد کې له بې پایلو خبرو وروسته د هرمز تنګي د محاصرې اعلان وکړ.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې په راتلونکو ورځو کې له ایران سره د خبرو اترو د پیل خبره کوي چې د متحدو ایالتونو پوځ نن چهار شنبه ویلي دي چې د سمندر له لارې یې ایران ته د تلونکو او وتونکو تجارتي کښتیو د تګ راتګ مخه نیولې ده.
نوموړي د فاکس بزنس نټورکس د خبریالې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د هرمز تنګي د محاصرې څخه خوښ دی، وویل: "دا ډیره د پام وړ ده. ما فکر کوه چې دا به وشي. که څه هم موږ هغوی له منځه وړي دي، هغوی دې ته غبرګون وښود. داسې ښکاري چې دا تر هغه څه چې موږ مخکې درلودل، تقریبا جدي غبرګون و. بنا موږ به وګورو، یوازې د پای نتیجه مهمه ده او موږ ډیر ښه پر مخ روان یو."
بلخوا د امریکا مرکزي قومنداني سنټکام مشر جنرال براډ کوپر په ایکس پاڼه لیکلي دي چې د اپریل له ۱۳ څخه یې د هرمز تنګي د محاصرې په اړه د ولسمشر لارښونې په بشپړ ډول عملي کړي دي.
کوپر لیکلي:"د اټکلونو له مخې د ایران ۹۰ سلنه اقتصاد د سمندر له لارې په نړیوال تجارت ولاړ دی. د محاصرې د پیل څخه د ۳۶ ساعتونو څخه لږ وخت تیریږي او امریکایي ځواکونو ایران ته د سمندر له لارې د تلونکي او راتلونکي تجارت بشپړه مخه نیولې ده."