له هغه وروسته چې په سیمې کې د ایران د ترهګر رژیم بریدونو د هرمز په ستراتېژيکې لارې کې تقریبآ د تیلو عمده انتقال درولی، ولسمشر ټرمپ په خپلو اروپايي ملګرو غږ کړی چې په دې لارې دې د تیلو د انتقال په خوندیتوب کې له متحدو ایالتونو سره مرسته وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لېوېټ د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۶) خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ له خپلو اروپايي متحدینو سره غږېږي چې په دې برخه کې یې هماغسې ملا وتړي لکه څنګه چې د ناټو د غړو په توګه یې د دفاعي لګښت په زیاتولو کې ورسره موافقه کړې وه.
مېرمن لېوېټ وویل چې ټرمپ په خپلو اروپايي ملګرو غږ کوي چې د تېلو د نړیوال اقتصاد د سمندري حیاتي لارې هرمز تنګي په بیا پرانېستلو کې د متحدو ایالتونو سره د مرستې لپاره «ډېر څه» وکړي او «هیله یې کړې چې برېټانیا په دې اړه ژر او عاجل» اقدام وکړي.
د برېټانیا صدراعظم کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې لندن «زموږ د اروپایي شریکانو په ګډون د خپلو ټولو ایتلافیانو سره کار کوي چې یوه ګډه او عملي طرحه برابره کړي، چې په سیمه کې ژر ترژره سمندري تګ راتګ بیا احیا کړي او اقتصادي اغیزې راکمې» کړي.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلې ځانګړې الوتکې (اېر فورس ون) کې خبریالانو ته وویل چې د هرمز تنګي د «نظارت» په اړه به د متحدو ایالتونو له شریکانو سره خبرې وکړي، ځکه چې هغوی د خپلو تېلو ډېره برخه له همدې لارې تامینوي او متحده ایالتونه کم تېل له دې لارې انتقالوي.
هغه وویل: «فکر کوم ښه ځواب به ترلاسه کړو.»
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ یې له ولسمشر ټرمپ سره مرکه کړې او هغه ورته ویلي دي چې متحده ایالتونه د روسیې په یرغل کې د اوکراین په دفاع کې د ناټو له متحدینو سره، چې اکثریت یې اروپايان دي، «ډېر مهربان» و.
دغې ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلي دي: «اوس به ووینو چې هغوی [د ناټو غړي] له موږ سره مرسته کوي که نه. ځکه ما له ډېر وخت راهېسې ویلي دي چې موږ یې ترڅنګ ولاړ یو خو هغوی به نه وي. او ډاډه نه یم چې هغوی به زموږ سره وي .»
د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر جنرال براډ کوپر تېره ورځ د ایران په رژیم باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د بریدونو په اړه تازه ویډیو خپره کړه او ویي ویل چې امريکايي ځواکونو د ایران د سمندري ځواک څه باندې ۱۰۰ بېړۍ ویجاړې کړې او لا یې کار «تمام نه» دی.