د امریکا حکومت یووار بیا د فلجیدو له ګواښ سره مخ دی

د بودیجې په اړه د جمهور رئیس ټرمپ او قانون جوړونکو ترمنځ د نظر د اختلافونو په دوام ، د امریکا حکومت یووار بیا د بندیدو له خطر سره مخ دی.

د جمهور رئیس ټرمپ او دیموکراتانو ترمنځ د اختلاف عمده مسله له مکسکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو د تمویل پر سر ده.

که څه هم جمهور رئیس ټرمپ او دیموکراتو قانون جوړونکو پرون په همدې موضوع غونډه درلوده خو دوی ونکړای شول یوې هوکړې ته ورسیږي.

جمهور رئیس ټرمپ غواړي چې د ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې د دیوال جوړیدو او د جنوبي سرحد امنیت ته ۵ میلیارده ډالره ځانګړي شي خو دیموکراتان وايي دوی درې اعشاریه یو میلیارد ډالره ورکوي هغه هم د دیوال د جوړیدو لپاره نه بلکې د سرحد د امنیت د تامین لپاره .

جمهور رئیس ټرمپ وايي امنیت د امریکا متحده ایالتونو او مکسیکو ترمنځ د دیوال په جوړیدو راتلای شي خو دیموکراتان وايي د دیوال جوړیدل غیر موثر او ډیر لګښت لري.

اوس دواړه لوري د ډسمبر تر ۲۱ نیټې پورې وخت لري چې یوې هوکړې ته ورسیږي او بودیجه تصویب شي او له هغه پرته به د ډسبمر په ۲۲ نیته د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي حکومت یو شمیر برخې بندي شي.

دا به په ۲۰۱۸ کال کې دریم ځل وي چې د حکومت یو شمیر برخې بندیږي. له دې سره نه یوازې عمده خدمات ځنډیږي بلکې میلیونونه کسان په ټوله امریکا کې زیانمن کیږي.