د ترکیې په انقره کې راتلونکې اونۍ د ناټو د سرمشریزې څخه مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله هغه نیوکه بیا تکرار کړه چې د متحده ایالاتونو له خوا په درانه اخیستل شوي بار کې د اتحاد نور غړي ونډه نه اخلي.
د جولای په اوومه او اتمه نیټه د ناټو غونده په دفاعي مصارفو، د روسیې یرغل ته د غړو هیوادونو د ځواب او له اوکراین سره په دوامداره نظامي ملاتړ متمرکزه ده.
د غونډې په اجنډا کې په واقعي نظامي قابلیتونو کې د دفاعي پانګونو زیاتوالی، د دفاعي صنعت د تولید پراختیا او د مصارفو د زیاتولي په اړه د هالنډ په هاګ کې د تیر کال په غونډه کې د شویو ژمنو ارزول هم شامل دي، چې مشرانو تر ۲۰۳۵ کال پورې په دفاعي او د دفاعي چارو اړوند برخو کې د پنځه سلنه کورنیو ناخالصو تولیداتو د پانګونې ژمنه وکړه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (جولای دویمه) وویل، د متحده ایالاتو لپاره دا "مسخره" ده چې له ناټو سره هغه څه ته دوام ورکړي چې هغه یې "یو اړخیزه" اړیکه بولي.
ټرمپ په خپل ټروت سوشل کې ولیکل، "هغوی زموږ لپاره شتون نه درلود!!!" ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې له واشنګټن سره د ناټو اړیکه "دوه اړخیزه نه ده."
د هغه په پیغام کې یو لست هم شامل و چې ښکاره کول یې متحده ایالات د نورو غړو هیوادونو په پرتله په دفاعي برخه کې خورا ډیرې پیسې لګوي.
ولسمشر، د ایران سره د جګړې په اړه د اروپايي متحدینو د غبرګون له امله په پرله پسې توګه پر هغوی نیوکې کړې دي. دا نیوکې وروسته له هغې وشوې چې څو هیوادونو د "حماسي غضب" عملیاتو پرمهال د متحده ایالاتو د ځواکونو لخوا د خپلو اډو د کارونې پر وړاندې محدودیتونه ولګول.
سربیره پردې، ولسمشر ټرمپ پر اروپا فشار راوړی چې په خپله دفاع کې مخکښ رول ولوبوي.
ددې تر څنګ واشنګټن په راتلونکو شپږو تر دولسو میاشتو پورې له جرمني څخه د ۵۰۰۰ زره عسکرو د ایستلو تر څنګ په اروپا کې د خپلو ځواکونو د شمېر کمولو اعلان کړی.
تمه کیږي چې ولسمشر ټرمپ به راتلونکې اونۍ په سرمشریزه کې د ټولو ۳۲ غړو هیوادونو له مشرانو سره یوځای شي.
ټرمپ تیره اونۍ وویل، " زبه به د ډیرو کسانو لپاره نه وای تللی. خو هغه راته زنګ وواهه... او له همدې امله زه د [ترکیې] د ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د درناوي له مخې ځم."
د ناټو لپاره د امریکا سفیر متیو وایټکر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د انقرې غونډه به د هغو ژمنو په اړه د متحدینو د "لومړي کاري راپور" په توګه وي. هغه وویل چې متحدین به د ملي دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا او د خپلو دفاعي صنعتي بنسټونو د پراخولو په اړه هم خبرې وکړي.
د جمعې په ورځ د ناټو د سفیرانو لخوا د منظور شوي یوې اعلامیې له مخې، مشران به د ائتلاف د بنسټیز تړون د پنځمې مادې له مخې د ډله ییزې دفاع لپاره خپله "پخه ژمنه" بیا تایید کړي.
د اعلامیې په مسوده کې ویل شوي چې روسیه د اروپا-اټلانتیک امنیت او ثبات ته "یو اوږدمهاله ګواښ" ده.
د ناټو غړي همدارنګه ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال لپاره اوکراین ته د شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالرو پوځي مرستو ژمنه وکړي، او په ۲۰۲۷ کال کې به هم لږ تر لږه همدومره مرسته کیږي.
د ناټو عمومي منشي مارک روټه د چهارشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات د دې هڅو لپاره لا هم مرکزي رول لري.
روټه وویل، "کله چې د اوکراین د دفاع خبره راځي، متحده ایالات لا هم اړین دي." هغه وویل د اوکراین د ښارونو د ساتنې لپاره د امریکا لخوا د چمتو شويو پېټریاټ توغندیو لګښټ د کاناډا او اروپا لخوا ورکول کیږي. هغه وویل، متحدین به په انقره کې د اوکراین لپاره د " دوامداره، اټکل وړ او اوږدمهاله امنیتي مرستو" ژمنه وکړي.
وروسته له هغه چې د دې اونۍ په پیل کې پر کییف د روسیې له لوري په ترسره شوي یوه پراخ برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ له خپلو متحدینو وغوښتل چې د دې سرمشریزې څخه په ګټې اخیستنې د هوایي دفاعي مرستو د چټکولو په اړه خبرې وکړي.
په داسې حال کې چې په راتلونکو څو ورځو کې د ناټو په غونډه کې د ځواکونو په پلان جوړولو بحث کیږي، د ناټو لوړپوړي قوماندان، امریکايي جنرال الیکس ګرینکویچ، د جمعې په ورځ وویل اروپايي متحدینو تر ډیره د امریکایي ځواکونو د کمیدو تشه ډکه کړېده.