د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د ایران د حکومت له خوا د امریکا پر متحدینو او بېړیو د احتمالي اقداماتو د مخنیوي لپاره به د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۲مه) له امریکايي سیاسي مبصر او د خپرونو چلوونکي هیو هیویټ سره په مرکه کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د ایران د حکومت پر وړاندې د هر ډول اړین پوځي اقدام په ترسره کولو کې به زړه نازړه شي وویل: نه، زه هېڅ ډول زړه نا زړه نه یم. موږ همدا اوس هم په دې برخه کې ډېر ښه عمل کوو.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «که ووینم چې وضعیت بل لوري ته روان دی، دا کار به وکړم. ان ښايي همدا اوس یې هم ترسره کړم.»
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې د جګړې وضعیت ته په اشارې وویل، چې پوځي عملیات په لومړیو دریو اونیو کې په نسبتاً چټکۍ ترسره شول،د ولسمشر ټرمپ په وینا، په تېرو پنځو میاشتو کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.
ښاغلي ټرمپ همدارنګه وویل، چې متحده ایالتونه اوس د جګړې له پیل مخکې په پرتله له سېمې څخه ډېر تېل باسي او د هرمز تنګی په بشپړ ډول زموږ تر کنټرول لاندې دی.
د ایران د حکومت د سمندري محاصرې د دوام په اړه، چې ان که دغه وضعیت ۲۶ میاشتې هم وغځېږي، د هغه د دریځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل: دا رژیم د ړنګېدو په حال کې دی.
ولسمشر ټرمپ په دې مرکه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک او د هوايي دفاع سیستم له منځه تللي او دغه هېواد د هرمز تنګي کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د مرکې په بله برخه کې کله چې له ولسمشر څخه وپوښتل شول چې که د ایران حکومتي ځواکونه د امریکا یو لوړپوړی چارواکی ووژني، واشنګټن به څه غبرګون وښيي، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ او ویې ویل:هغوی (ایران) به نور ډېر وخت شتون ونه لري.
هیو هیویټ له ولسمشر ټرمپ څخه دا پوښتنه هم وکړه، چې که د ایران لیوني مشران د هغه د ولسمشرۍ دورې تر پایه په واک کې پاتې شي، ایا دا به خپله ناکامي وګڼي؟ ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل: «هو، دا به یوه ناکامي وي. هو، زه وایم چې دا به ناکامي وي.»
تر دې مخکې، ولسمشر ټرمپ د ایران په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو، چې له تهران سره هوکړې ته اړتیا نشته.
ډونالډ ټرمپ په ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي وو:موږ له ایران سره هوکړې ته اړتیا نه لرو. هغه ورځې ډېر پخوا تېرې شوې دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د خپل پیغام په دوام کې د ایران په اړه لیکلي وو: موږ د هغوی پیسې (سلګونه میلیارده ډالر) او د د هرمز تنګی په خپل واک کې لرو.