پرایس: پاکستان د ترهګریزو بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع حق لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د سه شنبې په ورځ جنوري دریمه (مرغومي ۱۳) وویل پاکستان حق لري چې د ترهګریزو بریدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د پاکستان نظامي او سیاسي رهبري وویل، هیڅ هیواد اجازه نلري هغو ترهګرو ته پناه ورکړي چې له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې دا څرګندونې افغانستان ته د نوموړي اشاره وه، هغه ځای چې اسلام آباد ادعا کوي پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې. خو د طالبانو حکومت دا څرګندونې نه مني.

ښاغلي پرایس د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:" موږ د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې له وروستۍ اعلامیې خبر یو. د پاکستان خلک له تروریستي بریدونو څخه ډیر ځوریدلي دي. پاکستان حق لري چې د ترهګرۍ په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي‌ همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه:"موږ همدارنګه له طالبانو غواړو په هغه ژمنه چې کړې یې ده ودریږي څو نور د افغانستان له خاورې‌ څخه هیڅ وخت د نړیوالو ترهګریزو بریدونو د ترسره کیدو د ځای په توګه کار وانه خیستل شي. دا هغه ژمنې دي چې طالبانو تر نن ورځې پورې ندي عملي کړي او یا یې د ترسره کیدو لپاره علاقه مندي نده ښکاره کړې."

د پاکستان سیاسي او نظامي رهبري په داسې حال کې په ضمني شکل د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو په وړاندې د بریدونو د احتمال خبره کړې چې د تیر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د پاکستاني طالبانو د اوربند له پای ته رسیدو وروسته یادې ډلې د هغه هیواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر کړي دي.

د پاکستان د ملي‌ امنیت په کمیټه کې دا اعلان له اوږدو غونډو وروسته وشو کوم چې د یاد هیواد صدر اعظم شهباز شریف، د وسله وال پوځ لوی درستیز عاصم منیر او نورو جګپوړو چارواکو ګډون درلود.

د یاد هیواد د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې دې کمیټې په غونډې کې هوډ څرګند کړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره "هیڅ زغم نلري" او دا چې د جنګیالیو په خلاف جګړې کې به د دولت د بشپړ ځواک څخه کار واخیستل شي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د ډسمبر په ۲۹ نیټه له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې که هیواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، اسلام اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د یاغیانو د پټیدو ځایونو پر ضد اقدام وکړي.

ثنا الله د دې پوښتنې په ځواب کې چې که افغان طالبان په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو د پټیدو خوندي ځایونو پر ضد اقدام ونه کړي، ایا اسلام اباد به په افغانستان کې دننه د دغې ډلې پر ضد اقدام وکړي، وویل چې ددې ډول ستونزې د رامنځته کیدو په صورت کې "موږ لومړی د افغانستان د مسلمان او ورور ملت څخه غواړو جې دغه پټنځایونه له منځه یوسي او کسان یې مونږ ته راوسپاري" لخو که دغه ډول اقدام ونه شي پاکستان به اقدام وکړي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د جنوري‌ په لومړۍ نیټه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ددې څرګندونو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ چې افغانستان "بې صاحبه ندی" او چمتو دی چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

د پاکستاني چارواکو څرګندونو په خاص ډول د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د بریدونو د ترسره کیدو په اړه د نوموړي هیواد د ملي امنیت د کمیټې څرګندونو، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون راپارولی دی.

ښاغلي کرزي ددې څرګندونو په غبرګون کې وویل : "د پاکستان خلک د افغانستان همسایه وروڼه دي خو د پاکستان اوسني حالات او نا امنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده.“

حامد کرزی له نا امنۍ سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسي باندې له سره عمیق غور وکړي او بدله یې کړي، له تهدید او زور زیاتي ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره، له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.

کرزي کله چې د افغانستان ولسمشر هم وو څو ځله د پاکستان حکومت ترهګرو ته د پناه په ورکولو، تمویل، تجهیز او زده کړو تورن کړی وو، خو د پاکستان د هغه وخت چارواکو تل د کرزي دا تورونه رد کړي وو.

بلخوا د پاکستان پولیس او امنیتي چارواکي وایي یو وسله وال کس د سه شنبې په ورځ جنوري دریمه (مرغومي ۱۳) د هغه هیواد په پنجاب ایالت کې د استخباراتو دوه افسران ووژل او له سیمې وتښتید.

د پاکستان د پنجاب ایالت د خانیوال ناحیې د پولیسو یو جګپوړي مشر مرتضی بهاټي وویل چې دا برید هغه مهال وشو چې دغو دوو استخباراتي افسرانو غوښتل خپل موټر په یو پارکینګ کې ودروي.

دا مطلب هم ولولئ یو وسله وال د پاکستان 'دوه استخباراتي افسران' وژلي

ددغو دوو افسرانو د وژل کیدو مسولیت چې د طالبانو او نورو اورپکو په نیول کیدو مشهور وو، تر اوسه چا پر غاړه ندی اخیستی.