د لاس رسي وړ اتصالات

یو وسله وال د پاکستان 'دوه استخباراتي افسران' وژلي


د پاکستان پر امنيتي ځواکونو په دې وروستیو کې بریدونه ډیر شوي
د پاکستان پر امنيتي ځواکونو په دې وروستیو کې بریدونه ډیر شوي

د پاکستان پولیس او امنیتي چارواکي وایي یو وسله وال کس د سه شنبې په ورځ جنوري دریمه (مرغومي ۱۳) د هغه هیواد په پنجاب ایالت کې د استخباراتو دوه افسران ووژل او له سیمې وتښتید.

د پاکستان د پنجاب ایالت د خانیوال ناحیې د پولیسو یو جګپوړي مشر مرتضی بهاټي وویل چې دا برید هغه مهال وشو چې دغو دوو استخباراتي افسرانو غوښتل خپل موټر په یو پارکینګ کې ودروي.

ددغو دوو افسرانو د وژل کیدو مسولیت چې د طالبانو او نورو اورپکو په نیول کیدو مشهور وو، تر اوسه چا پر غاړه ندی اخیستی.

د پاکستان د استخباراتو دغه دوه مسولین همدارنګه د وسلو او بمونو د بریدونو په ګډون د پیچلو قضایاوو د هواري‌ او تحقیق په برخه کې د خپلو مهارتونو له امله خورا مشهور وو.

چارواکي وایي چې یو وژل شوی افسر د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد څانګې مشر وو کوم چې د پاکستاني طالبانو په نیول کیدو کې یې مهم رول درلود.

وروسته له هغه چې د تیر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د پاکستاني طالبانو اوربند پای ته ورسید، یادې ډلې په وروستیو میاشتو کې د هغه هیواد پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر کړي دي.

پاکستاني طالبان که څه هم یوه جلا ډله ده خو له افغان طالبانو سره چې د تیر کال په اګست میاشت کې یې د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته واک ترلاسه کړی، روابط لري.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ جنوري دریمه وویل چې افغانستان د پاکستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیو سره نیک روابط غواړي، خو نوموړي همدارنګه له اسلام آباد څخه وغوښتل چې د پارونکو اعلامیو څخه چې د بې اعتمادۍ لامل کیدای شي، ډډه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې د پاکستان جګپوړو نظامي او سیاسي چارواکو افغانستان ته په ښکاره اشارې وویل، هیڅ هیواد اجازه نلري هغو ترهګرو ته پناه ورکړي چې له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د دوشنبې په ورځ جنوري دویمه وویل په پاکستان کې د "ترهګریزو بریدونو وروستۍ څپه" د پاکستاني طالبانو له خوا چې په افغانستان کې پټ‌ دي، ترسره کیږي.

نوموړي له افغان طالبانو وغوښتل داسي عناصرو ته اجازه ورنکړي‌ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار واخلي.

خو د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په بیانیه کې وویل چې:"د افغانستان اسلامي امارت په خپل هیواد کې سولې او ثبات ته ارزښت ورکوي، هغوی د ټولې سیمې او هیوادونو لپاره سوله او ثبات غواړي او په دې اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي. اسلامي امارت هڅه کوي ډاډ رامنځ ته کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او کوم بل هیواد په وړاندې ونه کارول شي."

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې ویلي که هیواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، اسلام اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د یاغیانو د پټیدو ځایونو پر ضد اقدام وکړي.

خو د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې "پاروونکي او بې اساسه" وبللي او ویې ویل چې دا ډول څرګندونې د "دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي .

ددغه راپور په جوړیدو کې د اسوشیټد پرس خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG