د ولسمشر ټرمپ‌ وینا ته د افغان حکومت غبرګون

افغان حکومت وايي، د امریکا له حکومت سره ژورې ستراتيژیکې اړیکې لري او زیاتو چې دغه اړیکې د دواړو هېوادونو پر مشترګو ګټو ولاړې دي.

د افغانستان حکومت دغه څرګندونې د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ تر کلنۍ وینا وروسته کوي.

د افغانستان حکومت یو ځل بیا ولي چې د سولې پروسې په اړه د سیاسیونو په شمول د ټولو اړخونو نظرونو ته درناوی لري او زیاته کړې ده چې د سولې پروسې مشري او مالکیت د افغان حکومت په لاس کې دی.

د چهارشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۱۷مه» له ارګه رسنیو ته په لېږل شوي کلیپ کې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال عارف صمیم ویلي چې:"د افغانستان حکومت د امریکا له حکومت سره ژورې ستراتیژیکې اړیکې لري او دغه اړیکې د دواړو هېوادونو په مشترکو ګټو ولاړې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر تېره شپه د «فبرورۍ پر ۵مه»ملت ته په خپلې وینا کې د افغانستان په هکله وویل چې د دوو لسیزو جګړو نه وروسته اوس د سولې د کوښښونو ضرورت دی.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د سولې خبرې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه چې د سولې خبرو له پرمختګ سره به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او د ترهګرۍ پر مخنیوي به تمرکز وکړي.

تر ارګ وروسته د ملي‌ یووالي حکومت اجرائیه ریاست هم د ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا په اړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ خبر ورکړی هر کلی وکړ.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د چهارشنبې په ورځ له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره دې د وسله والو مخالفینو پر ملاتړ کوونکو هېوادونو فشارونه راوړل شي.

هغه وویل"موږ دا غواړو چې سبا سولې ته ورسېږو... د تروریزم ملاتړ کوونکي دي تر زیاتو فشارونو او بندیزونو لاندې راوستل شي، تر څو موږ د یوې تلپاتې سولې، امنیت او ثبات چې د افغانستان د خلکو یوه جدي غوښتنه ده ورسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د افغان سولې پر روان بهیر او د افغان حکومت پر اساسي ونډې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کړي دي.

دا مطلب هم ولولئ د امریکا او افغانستان ملګرتیا دوامداره ده- غني او پمپیو

تېره شپه له ارګه په خپاره شوي بیان کې ویلي شوي چې مایک پامپیو له افغانستان سره د امریکا پر دوامدارې ملګرتیا ټېنګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي او ښکېلو اړخونو په دغه بهیر کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

په تېره جنورۍ میاشت کې په قطر کې د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي‌ استازي او طالب استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې تر سره شوې.

د یادو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته زلمي خلیلزاد وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو یې له طالبانو سره په اصولو کې موافقه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې هم وویل چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي‌ او د استخباراتي ماموریت لپاره به یو شمېر سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.