د واګنر ګروپ مشر د روسیې د لوړ پوړو دفاعي چارواکو د "جنایتونو" د څیړلو غوښتنه وکړه

د واګنر ډلې مشر، یوګیني پریګوژین

په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګېدونکې ډلې واګنر مشر، یوګیني پریګوژین نن چهارشنبې، د مې ۳۱مه (غبرګولي لسمه) د روسیې د لویې څارنوالۍ څخه وغوښتل چې ددې موضوع څیړنه وکړي‌ چې آیا د روسیې جګپوړي دفاعي چارواکې د اوکراین له جګړې مخکې یا د جګړې پرمهال "جنایتونه" کړي دي یا نه.

هغه وویل:"نن ما د تحقیقاتو کمیټې او د روسیې لویې څارنوالۍ ته مکتوبونه واستول او له دوی څخه مې وغوښتل چې حقایق وڅیړي چې ایا د روسیې دفاعي چارواکې پر اوکراین د روسیې د ځانګړو پوځي عملیاتو د چمتوالي‌ او پلي کولو پرمهال جنایتونو کې لاس لري یا نه. "

خو نوموړي زیاته کړې چې دا مکتوبونه به د تحقیقاتو ادارې د مسوولینو لخوا په ډاګه نشي. په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت د دې مکتوبونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ولسمشر ولادمیر پوتین دغه نږدې متحد تر دې مخکې هم د روسیې په جګپوړو چارواکو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی بچیان په سوکالۍ کې ژوند کوي، پداسې حال کې چې د بې وزلو کسانو زامن د اوکراین په جګړې کې وژل کیږي. هغه د روسیې د جګپوړو چارواکو څخه غوښتنې چې خپل زامن دي د اوکراین جګړې ته ولیږي.

همدا راز د روسیې کوم جګپوړې چارواکې د پریګوژین دغه ښکاره او څرګندو نیوکو ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

د واګنر ډلې بنسټ ایښودونکی پریګوژین، ولسمشرپوتین ته وفاداري د خپل سیاسي دريځ یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه:"زه له خپل هیواد سره مینه لرم او پوتین ته خدمت کوم،خو شویګو [د روسیې دفاع وزیر] په اړه باید قضاوت وشي او موږ به پر دې غوښتنې تاکید وکړو."

نوموړی چې تیره اونۍ یې د پیغور په ژبه وویل چې مستعار نوم یې باید "د پوتین قصاب" وي، په یوه بیان کې ویلي چې هغه به د خپل هیواد مشرتابه ته د ستونزو د خبرو رسولو ته دوام ورکړي.‌ هغه همدا راز د کریملین جګپوړو چارواکو باندې دا نیوکه وکړه چې رسنۍ نه پریږدي‌ چې د هغه او په هغه پوړي اړوند د واګنر پوځي ډلې فعالیتونو منعکس کړي.

پریګوژي د ۱۹۸۰لسیزې په بهیر کې د روسیې په واټونو او کوڅو کې د غلا په تور په نهه کال بند محکوم شو.‌ خو کله چې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په میاشتې کې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ، نوموړی یوځل بیا د واګنر پوځي ډلې د مشر په توګه صحنې ته راغی.

همداراز، وروسته له هغه چې روسیه د اوکراین په جګړه کې له لویو ماتو سره مخ شوه، نوموړي د روسیې د زندانونو څخه لیدنه وکړه ترڅو بندیان په دې قانع کړي، که چیرې له دغې ډلې (واګنر) سره د اوکراین په جګړې کې برخه واخلي، نو ددغه کار پر وړاندې او د جګړې څخه د بیرته ستنیدو په صورت کې به ازاد او د بند پاتې موده به یې وبښل شي.

د اوکراین د جګړې برسیره، د واګنر ډله په لیبیا، سوریې، مرکزي افریقا‌ او مالي هېوادونو کې په جګړو کې برخه اخیسته ده.‌

یاده دې وي، د واګنر ډله د تیر دوبي راهیسې د باخموت د جګړې چې د اوکراین له خونړیو جګړو څخه ګڼل کیږي، مشري پرغاړه لري، د روان مې میاشتې پر ۲۰ نېټه (غوایي ۳۰مه) ادعا وکړه چې د اوکراین ددغه ختیځې ښارګوټې بشپړ کنټرول یې په لاس کې اخیستې دی، خو کیف دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هلته لا هم جګړه روانه ده.‌