په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بینټ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اروپایي ټولنې هڅې د جدي اندیښنې وړ بللي دي.
نوموړي نن چهار شنبې (اپریل ۲۲) امریکا غږ ته ویلي دي چې د میرمنو، د بشري حقونو د مدافعینو او د پخواني جمهوری دولت د کارکوونکو د بشري حقونو د پراخ نقض په دلیل، هر ډول ستنول (د اجباري نه ستنولو) د اصل نقض ګڼل کیدای شي.
بینټ په داسې حال کې په دې اړه خبرداری ورکړی دی چې اروپایي کمیسیون رسنیو ته تائید کړې ده چې د طالب استازو سره یې په تخنیکي کچه غونډه کړیده.
ددغه کمیسیون یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې بروکسل د بیرته ستنیدو په اړه د اروپایي ټولنې په کچه د همغږۍ د ډاډمنولو لپاره کار کوي چې پکې د افغان وګړو وضعیت هم شامل دی.
ښاغلي بینټ ویلي:" زه خبر یم د افغانانو ایستل چې ویل شوي په جرایمو مجرم ګڼل شوي، له وړاندې د یو شمیر اروپایي هیوادونو له خوا ترسره شوي دي. دا ماته ځکه د اندیښنې وړ ده چې په دې سره هغه شرایط کمزوري کیږي چې د نړیوالو قوانینو له مخې افغانستان ته د داوطلبانه ستنیدواجازه ورکوي. ما په دې اړه اندیښنې، له اړوندو حکومتونو سره شریکې کړي دي. "
بینټ وایي اروپایي هیوادونه د نړیوالو قوانینو له مخې مسولیت لري کډوال داسې یو ځای ته ستانه نکړي چې هلته یې د ژوند آزادي ته جدي ګواښونه وي او یا هم له ناوړه غیر انساني چلند، سزاګانو او یا هم تعقیب او ځورونو سره مخ وي.
بلجیم څو ورځې وړاندې د اروپایي ټولنې د کډوالو د برخې مشر ته یو لیک چې د ۱۹ نورو هیوادونو له خوا هم لاسلیک شوی وو د هغو افغان کډوالو د ایستلو په اړه چې په اروپایي ټولنه کې د اوسیدو قانوني حق نلري او یا هم په جرایمو مجرم پيژندل شوي، د اروپایي ټولنې د یوه پراخ میکانیزم غوښتنه کړې وه.
د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن دې غونډې ته په غبرګون کې ویلي دي چې دا پریکړه د "ناورین" لپاره لار هواروي. هغې په خپل ایکس حساب لیکلي: " د ایستلو په رسمیت پیژندل د یوه ناروین لپاره ښه راغلاست دی!"
میرمن نیومن زیاته کړې ده چې هیڅ پټه معامله پکار نده او د طالبانو لپاره هیڅ مشروعیت نشته.
د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو او اروپايي ټولنې د استازو د غونډي په تړاو په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې اروپایي ټولنه باید د ایستلو د همکاري په برخه کې طالبانو د مشروعیت بښلو خطر رامنځ ته نکړي. دغه سازمان ویلي دي چې افغانستان ته د خلکو ستنول به د افرادو ژوند له خطر سره مخ کړي.
سویډن او اروپايي ټولنې تر دې مخکې ویلي وو چې له طالبانو سره د خبرو اترو پلان لري، څو افغانستان ته د هغو کسانو د بیرته استولو لپاره لاره هواره کړي چې په اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپل ایکس پاڼه لیکلي دي چې د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي دي. یاد وزارت یوازې دومره ویلي دي چې په دې کتنه کې په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو بحث شوی دی، د کډوالو د ستنیدو په تړاو طالب چارواکو تر اوسه څه ندي ویلي.