د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د قطر په السیلیه کمپ کې میشت افغانان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اجرایوي فرمان پر اساس امریکا ته د راتګ اجازه نلري او هغوی به درییم خوندي هیواد ته ولیږدول شي.
روبیو د سه شنبې په ورځ ( جون دویمه) د امریکا د کانګرس د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د ولسمشر ټرمپ اجرایوي فرمان ته په اشارې چې له مخې یې متحدو ایالتونو ته د افغانانو راتګ منع کړی، امریکایي قانون جوړونکو ته وویل: " اوسمهال د ولسمشر د اجرائیوي فرمان پر اساس عمل کوو چې متحدو ایالتونو ته د افغانانو راتګ منع کوي. "
وروسته له هغه چې د رحمان الله لکڼوال په نامه یوه افغان په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد پر ځواکونو ډزې وکړې او له امله یې ددغه ګارد یوه غړې ووژل شوه، ولسمشر ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان صادر کړی او د څو نورو هیوادونو په ګډون یې امریکا ته د افغانانو راتګ منع کړ.
د دولتي چارواکو او امریکایي قانون جوړونکو د ورکړل شویو شمیرو له مخې، اوسمهال شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان په قطر کې په السیلیه کمپ کې پاتې دي. تر دې مخکې، څو امریکایي رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې دا افغانان به له السیلیه کمپ څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.
د متحده ایالاتو د سنا غړي، کریس کونز، په استماعیه غونډه کې افغانستان ته ددغو افغانانو د بېرته ستنولو یا د کانګو جمهوریت په څېر هېوادونو ته د هغوی د لیږد د پایلو په اړه خبرداری ورکړ، کوم چې په شخړو کې ښکېل دی او د ایبولا ناروغۍ له خپرېدو سره مخ دی.
سناتور کونز له مارکو روبیو څخه غوښتنه وکړه چې له کانګرس سره کار وکړي ترڅو دا افغانان چې په کې د امریکايي سرتېرو د کورنۍ ۱۵۰ غړي هم شامل دي، متحده ایالاتو ته ولېږدوي.
روبیو وویل چې متحده ایالات له څو هیوادونو سره په دوامداره او ورځنۍ توګه په اړیکه کې دي ترڅو ځینې دا افغانان ومني. نوموړي د کوم ځانګړي هیواد د نوم له اخیستلو پرته زیاته کړه چې یو شمېر دغو هیوادونو د ځینو افغانانو د منلو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
مارکو روبیو د سهشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې یوې کمېټې ته په یوه بله استماعیه غونډه کې هم راڅرګند شو، چېرې چې د نیویارک څخه د کانګرس دیموکراتې غړې ګریس منګ ورته وویل، د امریکا د حکومت د کډوالۍ له پالیسۍ سره سره، له کمپ السیلیه کمپ څخه کانګو ته د افغانانو لیږد به د هغوی د "مرګ د حکم" په معني وي.
د امریکایي قانون جوړونکو له نیوکو سره سره، مارکو روبیو له السیلیه کمپ څخه درېیمو هیوادونو ته د افغانانو د لېږد دفاع وکړه. هغه وویل: "هر هغه څه چې موږ یې کوو باید زموږ له ملي ګټو سره سمون ولري، او که موږ اجازه ورکوو چې خلک زموږ هیواد ته راشي، داسې کسان باید وي چې ژر په ټولنه کې مدغم شي او بریالي وي نو زموږ په ملي ګټه ده."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته تایید کړې وه چې په قطر کې د السیلیه کمپ کې پاتې افغانان به درېیمو هیوادونو ته ولېږدول شي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، د السیلیه کمپ د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت د هڅو د یوې برخې په توګه په متحده ایالاتو کې د افغانانو د ځای پرځای کیدو لپاره کارول کیده.