د امریکا متحده ایالتونه لا هم د قطر له السیلیه کمپ څخه دریمو هیوادونو ته د پاتې افغانانو د لیږد پر داوطلبانه لارو چارو کار کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، واشنګټن لا هم په هغو حل لارو ټینګار کوي چې د قطر په کمپ کې د پاتې افغانانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي او په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت معیارونه خوندي ساتل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې هم امریکا غږ ته تایید کړې وه چې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د السیلیه په کمپ کې فعالیتونه، چې د متحدو ایالتونو په ګډون نورو هېوادونو ته د افغانانو د بیا مېشتولو لپاره کارول کیږي، د روان مالي کال تر پایه (د سپټمبر ۳۱) پورې به پای ته ورسیږي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د امریکاغږ د افغانستان څانګې پوښتنې ته په ځواب کې په یوه برېښنالیک کې ویلي و هغه افغانان چې لا هم په دې کمپ کې دي، د روان کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ پورې به په درېیم هېواد کې ځای پرځای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې مارچ ۳۱ ویلي دي چې اوسمهال متحدو ایالتونو ته د السیلیه کمپ د میشتو افغانانو د لیږد لارې د اجرا وړ ندي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په منظم او مستقیم ډول د کمپ له اوسیدونکو سره په ارتباط کې دي او هغوی یې د موجودو فرصتونو او د وتلو لپاره د دوامداره هڅو په اړه خبر ساتلي دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې مسوول امریکایي چارواکي په فعال شکل دریمو هیوادونو ته د کمپ د پاتې افغانو د لیږد په اړه کار کوي.
امریکا غږ ته د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې راغلي:" دریمو هیوادونو ته د پاتې افغانانو لیږد یو مثبت تصمیم دی چې له افغانستان څخه بهر د پاتې افغانانو لپاره نوی ژوند برابروي او په عین حال کې د امریکا د خلکو امنیت او خوندیتوب ساتي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې داوطلبانه ستنیدو فرصت تل د السیلیه کمپ د اوسیدونکو لپاره موجود وو. د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر شرایطو برابر کسان کولی شي د ستنیدو لپاره اړین امکانات ترلاسه کړي او د کمپ ټول اوسیدونکي له دې مرستو خبر دي.
دغه وزارت ویلي له کمپ څخه به د ټولو افغانانو تر وتلو پورې، د ضروري تدارکاتو په شان اړین خدمات هم موجود وي.
د متحدو ایالتونو په کانګرس کې یو شمیر دیموکراتو قانون جوړونکو او د کډوالو د حقونو د برخې فعالینو د السیلیه کمپ د فعالیت د دوام او متحدو ایالتونو ته یې د (اس ای وي) پر شرایطو د برابرو غوښتنلیکونو د کتلو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لیکلي:" په دې ځای کې د نامحدود وخت لپاره د افرادو ساتل، مناسب یا انساني ندی"
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته، د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر جوبایډن حکومت له السیلیه کمپ څخه متحدو ایالتونو ته د افغانانو د لیږد لپاره کار واخیست.
فورم \ دبحث خونه