روسیه سلګونه کسان له افغانستان څخه وباسي 

روسیه وایي تر دې مخکې یې تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۵۰۰ کسان اېستلي دي

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې دوی به ۳۸۰ کسان له افغانستان څخه وباسي.

د روسیې دولتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم۲۶) د لوړ پوړیو چارواکو له قوله ولیکل چې دا کسان د روسیې، بلاروس، قرغیزستان، ارمنستان، اوکراین او افغانستان وکړي دي.

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې د ولسمشر پوتین د فرمان په اساس او په افغانستان کې روان خراب وضعیت ته په کتو دا کسان اېستل کیږي.

د روسیې چارواکي وايي‌ چې دا ۳۸۰ کسان په هغو دریو نظامي الوتکو کې مسکو ته انتقالیږي چې افغانستان ته یې د روسیې ۳۶ټن بشري مرسته ورسوله.

چارواکي وايي په دغو دریو الوتکو کې مجهزې طبي ډلې شته چې له افغانستان څخه اېستل کېدونکي کسان معاینه کړي او د ضرورت په وخت کې ورسره طبي مرستې وکړي.

د روسیې د بشري مرستو لومړۍ جوپه نن کابل ته ورسېدله چې اوړه، غوړي او کمپلې په کې دي.‌ تر دې مخکې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي وو چې هېواد به یې افغانستان ته څه باندې ۱۰۰ ټنه بشري مرستې برابرې کړې.

د روسیې د دفاع وزارت وايي‌ چې د اګست په میاشت کې د تخلیې په پروګرام کې یې له افغانستان څخه د روسیې، بلاروس، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان شاوخوا ۵۰۰ وکړي روسیې ته انتقال کړي‌ دي.