د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه مایله نه ده طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي 


تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی
تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویلي‌ چې هېڅ هېواد د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې لپاره بېړه نلري او داسې اشاره یې ورکړې چې مسکو به مایله نه طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د روسیې سفیر واسیلينیبینزیاویلي‌ دي: «د رسمیت پېژندنې سوال هغه وخت مطرح کیږي چې نړیواله ټولنه ډاډه شي‌ چې د مقاماتو (طالبانو) شوې ژمنې، عمل شوې.»

نړیواله ټولنه د نورو مسائیلو تر څنګ له طالبانو غواړي‌ بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه وکړي.

ملګري ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولۍ په اړه پرېکړه کوي.‌ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسني‌ استازي غلام محمد اسحاقزي له دغه سازمان څخه غوښتي‌ چې په خپل مقام یې پرېږدي.

طالبانو خپل د قطر د دفتر یو ویاند سهیل شاهین معرفي‌ کړی دی چې په ملګرو ملتونو کې یې استازیتوب وکړي.

ښاغلينیبینزیاوویل د هېوادونو مشران ملګرو ملتونو ته د خپلو استازو باورلیکونه وړاندې کوي، خو که دا باورلیک د یو هېواد د داسې یو مشر له لوري واستول شي چې څوک یې په رسمیت نه پېژني، پوهېږئ چې څه به کیږي.

هرکال د نهوو هېوادونو له استازو یوه کمېټه ټاکل کیږي چې ملګرو ملتونو ته استول شوي باورلیکونه وارزوي.‌ په دې کمېټې کې د امریکا، روسیې، چین، بهاماس، بوتان، چیلي، نمیبیا، سیرالیون او سویډن استازي شامل دي او پرېکړه به کوي چې څوک په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وي.

معمولاً دا کمېټه د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې غونډه کوي، د ټولو غړو استول شوي‌ بارولیکونه ارزوي او بیا د تائید لپاره د کال تر پای مخکې عمومي اسمبلۍ ته خپل راپور وړاندې. دپلوماتان وايي چې دا کمېټه او عمومي اسمبلۍ په هماهنګۍ او اجماع سره کار کوي.

په ملګرو متلونو کې د روسیې استازي‌‌ همدغه راز له دغه سازمان څخه وغوښتل چې د طالبانو په مشرانو باندې د بندیزونو په اړه هم پرېکړه وکړي، خو باید په دې کار کې بېړه ونکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین وویل چې په دې کار کوي‌ چې د خپل هېواد د ترهګرو سازمانونو له لست څخه طالبان وباسي.

روسیې په ۲۰۰۳ کې طالبان په دغه لست کې شامل کړل، خو د ۲۰۱۲ د اګست د میاشتې په ۱۵ کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته دا هېواد له طالبانو سره راشه درشه کوي.

XS
SM
MD
LG