د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د ۴۲۵۰۰ افغانان د منلو په اړه د ملګرو ملتونو تقاضا عملي کیدای شي


اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۷ (تلې ۱۵) وویل په پنځو کلونو کې د ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو د منلو په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ غوښتنه عملي کیدای شي، خو په دې اړه هر ډول پریکړه د غړو هیوادونو پورې اړه لري.

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمیشنرې یلیا جوهانسن له خطر سره مخو افغانانو ته د خوندیتوب د ورکولو په اړه د یادې ټولنې د جګپوړو چارواکو یوې غونډې ته وویل چې دا یو "اخلاقي مسولیت" دی چې د امکان تر حده مرسته وشي.

جوهانسن زیاته کړه، د یاد شمیر کډوالو منل به "د افغانانو کړکیچ هوار نکړي خو دا د نن لپاره زموږ یو اخلاقي‌ مسولیت او وظیفه ده."

میرمن جوهانسن په دې انلاین غونډه کې چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي‌ کمیشنرۍ او د کډوالو د نړیوال سازمان غړو پکې ګډون درلود وویل‌:‌" ډیر خلک شته چې خوندیتوب ته ضرورت لري."

دغې جګپوړي اروپايي مسولې څرګنده کړه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر او اروپایي ډیپلومات فلیپوګراندې اټکل کړی چې همدا اوس شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال د مهاجرینو په توګه په ګاونډیو هیوادونو کې اوسیږي او ددې اړتیا ته ده چې اروپایي ټولنه نیمایي دغه کسان په راتلونکو پنځو کلونو ومني.

خو هغې زیاته کړه د ښځینه خبریالانو او یا هم قضایانو په ګډون د هغو کسانو تخلیه چې له ستر خطر سره مخ دي ، عاجلې پاملرنې ته ضرورت لري.

میرمن جوهانسن وویل ۲۴ اروپايي هیوادونو د امریکا د تخلیې د جنجالي عملیاتو او واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته، په خپلو منځونو کې ۲۲ زره افغانان ومنلي دي.

دغې اروپايي چارواکې یوه قوي پیغام وکړ او ویې ویل، اروپايی ټولنه چمتو ده له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې له تهدید سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG