په منامه کنفرانس کې پر اسرائیل د سعودي شهزاده سخت لفظي برید

شهزاده ترکي الفیصل

د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رئیس شهزاده ترکي الفیصل، د یکشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۶) د بحرین د پلازمینې منامه ښار په سیمه ییز امنیتي کنفرانس کې پر اسرائیل سخت لفظي بریدونه وکړل.

دغه سعودي شهزاده د فلسطین له داعیې نه د ملاتړ په ترڅ کې وویل: "اسرائیل خپل ځان تر ګواښ لاندې یو کوچنی هیواد ګڼي چې وینو ته تږو قاتلینو محاصره کړی او د هغه له منځه وړل غواړي...او بیا هم غواړي چې د سعودي سره دوستي وکړي."

ترکي الفیصل وویل چې اسرائیل یو "غربي استعمارګر قدرت" دی چې په وینا یې فلسطینیان یې په زور له خپل وطن څخه ایستلي او د هغوی کلي یې سوزولي دي. هغه ادعا وکړه چې اسرائیلي مقامات "کورونه چې وغواړي ورانوي او هر څوک چې وغواړي هغه وژني."

له دې څخه لږ وروسته د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر گابي اشکنازي پدې غونډه کې د ویدیو کنفرانس له لارې په خپله وینا کې د ترکي الفیصل په څرګندونو افسوس وکړ.

بیا دغه اسرائیلي مقام په یو ټویټري پیغام کې ولیکل: "په منامه کنفرانس کې د سعودي د استازي درواغجن تورونه په سیمه کې د روانو بدلونونو او روحیې څرګندونکې ندي...زه د هغه دغه څرګندونې ردوم او ټینګار کوم چې ‘د تهمت اچولو لوبې’ وخت تیر شوی دی. مونږ د نوي عصر په لور روان یو. د سولې عصر."

شهزاده ترکي الفیصل وویل چې څرګندونې یې د هغه د شخصي نظر ښکارندوي کوي. هغه د "ابراهیم موافقو" باندې په انتقاد چې له مخې یې د اسرائیل سره د بحرین او متحده عربي اماراتو اړیکې ښه شوې زیاته کړه چې: "تاسې نشئ کولای چې تازه او خلاص زخم په مسکن او درد ضد درملو ورغوی."

د ابراهیم موافقې د ۲۰۰۲ کال د عربي سولې نوښت له پامه غورځولی دی. ددغه نوښت په اساس چې سعودي عربستان یې مخکښ دی، عربي هیوادونه تر هغه د اسرائیل سره اړیکې نه ټینګوي تر څو چې دې هیواد د فلسطینیانو سره سوله نه وي کړي.

خو د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ابراهیم موافقې د فلسطین لپاره ښه فرصت دی او د ستونزو د حل لاره پرانځي. هغه وویل: "د ابراهیم موافقې د فلسطینیانو په بیه ندي ترلاسه شوي. برخلاف یو فرصت دی چې باید له لاسه ونه وځي."

دا پداسې حال کې دي چې تیره میاشت داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، په پټه سعودي عربستان ته سفر کړی او د هغه هیواد له ولیعد سره یې کتلي دي. که څه هم چې ریاض دغه رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډول کومه لیدنه کتنه نده شوې.

د فرانس پرس اژانس د شنبې په ورځ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود، له قوله رپوټ ورکړ چې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په اړوند د هغه هیواد موقف ثابت دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل: "په څرګنده مو ویلي چې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره باید د فلسېینیانو د مناقشې د حل او د ۲۰۰۲ کال د عرب سولې په نوښت کې د واضح شوي چوکاټ په اساس د پایداره فلسطیني دولت د جوړیدو شاهد واوسو."