د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان ته د اسرائیل د صدراعظم 'پټ' سفر 


اسرائیلي رسنیو د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دریمه) رپوټ ورکړ چې د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته پټ سفر کړی دی.

د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو له مخې بنیامن نتنیاهو د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د خبرو لپاره په پټه سعودي عربستان ته تللی و.

رپوټونه وایي چې په اسرائیلي هیت کې د اسرائیل د استخباراتو د ملي ادارې رئیس یوسي کوهین، هم شامل و. رسنۍ وایي د هوایي چلند معلومات ښیي چې یوه شخصي الوتکه له تل ابیب څخه د سعودي عربستان نیوم ښار ته تللي وو او څو ساعته وروسته ستون شوی دی.

د صدراعظم نتنیاهو دفتر پدې هکله هیڅ ډول تبصره نده کړې او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي پمپیو او شهزاده سلمان د سعودي عربستان په نیوم ښار کې کتلي دي، خو د اسرائیل د صدراعظم په اړه یې هیڅ ندي ذکر کړي.

پدې ترڅ کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن په یو ټویټري پیغام کې د ولیعهد محمد بن سلمان او اسرائیلي مقاماتو ترمنځ کتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې په خبرو کې یواځي امریکایي او سعودي چارواکو ګډون درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال کال براون وویل چې: «دوی د خلیج د اتحاد د اړتیا په اړه خبرې کړي چې په سیمه کې د ایران د یرغلیز چلند مخه ونیول شي او د یمن د شخړې لپاره سیاسي حل لاره وموندل شي.»

ښاغلی پمپیو تیره اونۍ اسرائیل ته تللی و او د هغه هیواد د صدراعظم سره یې د اسرائیل، بحرین، سودان او متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کولو وروستۍ موافقې لمانځلې دې.

د سعودي عربستان شرط

ښاغلي پمپیو له سعودي عربستان څخه هم غوښتي چې د اسرائیل سره اړیکي عادي کاندي.

له دې دمخه عربستان ویلي وو چې د اسرائیل سره اړیکې په یو شرط عادي کولی شي چې اسرائیل د فلسطینانو سره سوله وکړي.

د سعودي عربستان یو دپلومات شهزاده ترکي الفیصل آل سعود، د تلې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې عربي هیوادونه باید د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره سترې غوښۍتنې ولري.

سعودي عربستان د وږي میاشتې په لسمه د لومړي ځل لپاره یوې اسرائیلي الوتکې ته اجازه ورکړه چې ددې هیواد له فضایي حریم نه تیره شي.

د مکې جومات امام شیخ عبدالرحمن السدیس، د تلې میاشتې په لومړیو کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د نړیوالو اړیکو او د غیر مسلمانانو په ځانګړې توګه له یهودانو سره د مهربانۍ کولو په اړه خبرې کړې وې.

څیړونکي وایي د وروستیو پیښو نه څرګندیږي چې سعودي عربستان د اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته تیار دی، ځکه د امریکا متحده ایالات، اسرائیل او سعودي عربستان په سیمه کې د ایران د نفوذ پر وړاندې ګډې ګټې لري.

XS
SM
MD
LG