امریکایي چارواکو ویلي دي چې سعودي عربستان یوه امریکایي میرمن چې د یو کال راهیسې یې غوښتل له خپلې لور سره هغه هیواد پریږدي، نیولې ده.
امریکایي چارواکو او په امریکا کې د حقونو یوې مدافع ډلې "Freedom Initiative" تائید کړې چې میرمن کارلي موریس د سعودي مامورینو له خوا نیول شوې ده.
ددغو چارواکو په وینا، دغه امریکایي میرمن د خپل پخواني خاوند د اعتراض له امله چې د سعودي عربستان تبعه دی، نیول شوې ده.
د "Freedom Initiative " ډلې چې اصلي مقر یې په واشنګټن ډي سي ښار کې دی ویلي دي چې د هغه هیواد پولیسو د دوشنبې په ورځ میرمن کارلي موریس احضار کړی او تر اوسه خوشې شوې نده. د حقونو دا مدافع بنسټ په دې باور دی چې میرمن موریس په ناحقه په سعودي عربستان کې بندي شوې ده.
امریکایي او د سعودي عربستان چارواکو د میرمن موریس نیول کیدل تائد کړي، هغه میرمن چې هڅه کوي له خپلې اتلې کلنې لور سره یوځای سعودي عربستان پریږدي. خو په نوموړي هیواد کې د ماشوم د سرپرستۍ سختو قوانینو میرمن موریس ته پیچلي جنجالونه رامنځ ته کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د سه شنبې په ورځ نومبر اته په واشنګټن ډي سي کې وویل" په ریاض کې زموږ سفارت په دې قضیه کې دخیل دی او هغوی وضعیت له ډیر نږدې څاري."
خو په واشنګټن ډي سي کې د سعودي عربستان سفارت او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه ایمیلیونو ته ځواب ندی ویلی.
سعودي عربستان چې د هغه هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا رهبري کیږي، په ورځني شکل د امریکایي اتباعو او غربي هیوادونو د وګړو په ګډون چې په هغه هیواد کې میشت دي، هغه کسان ځپي چې د ځان منتقدین یا رقیبان یې ګڼي.
په سعودي عربستان کې یوې محکمې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې ۷۲ کلن سعد الماضي چې د امریکا تابعیت هم لري په ۱۶ کاله بند محکوم کړ. دغه کس د کلونو راهیسې له خپل استوګنځای فلوریډا ایالت څخه انتقادي ټویټونه کول.
د Freedom Initiative ډلې څخه بیثاني الحیدري چې د موریس دوسیه مخ ته وړي، وایي چې میرمن موریس په ۲۰۱۹ کال کې سعودي عربستان ته سفر وکړ او غوښتل یې له خپلې لور سره چې د امریکا تابعیت لري د یو لنډ وخت لپاره په هغه هیواد کې پاتې شي او لور یې د خپل پلار کورنۍ وګوري.
خو د سعودي عربستان د ماشومانو د سرپرستۍ قانون ددې لامل شو چې میرمن موریس په هغه هیواد کې پاتې شي.
ویل کیږي چې سعودي عربستان خپله موریس هم له هغه هیواد څخه بهر له سفر کولو منع کړې ده.
میرمن موریس پرته له دې چې په وروستیو میاشتو کې له خبریالانو سره خبري کړي، د خپل وضعیت په اړه یې پر ټویټر هم لیکنې کړي دي. د ښاغلي الحیدري په وینا، میرمن موریس په دې وروستیو کې پر ټویتر هغو ماشوم لرونکو میرمنو ته خبرداری ورکړ چې په بهر کې اوسیږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن کله چې په ټاکنو کې کاندید وو ژمنه کړې وه چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د بشري حقونو د نقض له امله په انزوا کې راولي.
خو د بایډن حکومت اوس هیله من دی څو د عربستان سلطنتي دولت وهڅوي چې د نفتو د تولید په ډیرولو سره، نړیوالو مارکیټونو ته عرضه زیاته کړي.