سکاټ وارډن: القاعده سره د طالبانو د اړیکو ختمول ډیر وخت غواړي

د امریکا د سولې انسټیيټیوټ کې د مرکزي اسیا د پروګرامونو رییس سکاټ وارډن له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې دده په نظر له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پای ته رسیدل ډیر وخت نیسي.

د ښاغلي وارډن په وینا، باېد د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړېکو د بیلابیلو ډولونو او کچو ته وکتل شي او داسې افراد شته چې د دواړو ګروپونو سره اړېکې لري.

نوموړي زیاته کړه شاید دا ډول کسان له یو یا بل ګروپ سره د وخت په تیریدو سره ملګري شي او د دا ډول اړیکو پای ته رسیدل ډیر وخت غواړي.

وارډن وايي په افغانستان کې یو شمیر ناراضه جنګیالي موجود دي کوم چې به یوه یا بله ډله غور کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

سکاټ وارډن