د لاس رسي وړ اتصالات

آیا خوشې شوي طالب بندیان بیرته د جګړې ډګر ته ځي؟


د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاس لیک کیدو وروسته ددغه سند د ژمنو په اساس په زرګونو طالب بندیان د افغانستان د حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د جګړې لیکو ته به د خوشې شویو زندانیانو د بیرته تګ مخنیوی وکړي، خو یو شمیر دغو جنګیالیو ویلي چې جګړې ته تیار دي.

د طالبانو یو جنګیالی محمد داوود، چې تازه د بګرام زندان نه خوشې شوی د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي "جهاد" ته به دوام ورکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په مرکز دوحه کې لاس لیک شوه باید د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي او د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې د افغانستان نه ټول بهرني ځواکونه ووځي.

که څه هم چې امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر له ټاکلې مودې دمخه ۸۶۰۰ سرتیرو ته راټیټ شوی، خو امریکایي مقاماتو تل ټینګار کړی چې د موافقې بشپړه پلي کیدل د طالبانو د ژمنو په عملي کیدو پورې مربوط دي. د هغوی یوه ژمنه داده چې د جګړې ډګر ته به د طالب بندیانو د بیرته تګ مخه نیسي.

د فرانسې خبري اژانس د افغان مقاماتو له قوله ویلي چې د طالب بندیانو په منځ کې چې د افغانستان د زندانونو نه خوشې شوي د انتحاري بریدونو لارښوونکي، د انتحاري واسکټونو او د سړک د غاړې د بمونو د جوړولو ماهران، یرغمل نیوونکي او حتی بهرني جنګیالي شامل دي.

د خوشې کیدو دمخه باید هر طالب بندي لیکلې ژمنه ورکړي چې بیا وسله نه اخلي او جګړې ته نه ځي. خو حتی د یو شمیر طالب مشرانو په نظر هم دا ډول ژمنه چندان اهمیت نلري.

د طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني تیره اونۍ په پاکستان کې د طالبانو په یوه غونډه کې وویل: "د سیاست او مذاکرې د سیاست غوره کول باید پدې مفهوم نه وي چې مونږ د جهاد چارې او د جهادي پوځي قواو پرمختیا او قوي کول له پامه وغورزوو".

د افغانستان د حکومت سره په بین الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو ګډون د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې بل شرط دی چې تر اوسه ندی عملي شوی.

افغان مقاماتو تل ټینګار کړی چې د مذاکرې میز ته د طالبانو د راوړلو لپاره پاکستان اساسي او عمده رول لري؛ هماغسې چې د دوحې د موافقې له لاس لیک وروسته پاکستاني مقاماتو په څرګنده وویل چې طالبان له امریکا سره د موافقې لاس لیک کیدو ته اسلام آباد اړ کړي دي.

په یو نوي پرمختګ کې د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش، په یو ټویټري پیغام کې لیکلي، ددې وخت رارسیدلی چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپله ستراتیژي بدله کړي .

ښاغلي دانس همداشان لیکلي چې: "د طالبانو سره موافقې ته له رسیدو دمخه د افغانستان حکومت هیله من دی چې د افغانستان د سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د پاکستان د قوي لیوالتیا څخه ډاډمن شي".

XS
SM
MD
LG