طالبانو پکتیا کې د عامه ساتنې پر کنډک موټر بم برید کړی

عکس(ارشیف)

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې او د قطارونو ساتنې پر کنډک موټربم بريد شوی او وروسته دوه نور ځانمرګي بريد کوونکي دغه مرکز ته ننوتلي دي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي چې دغه بريد نن سه شنبه سپټمبر ۱(وږې ۱۱)د سهار ۵:۳۰ دقیقې د ولايت مقام او ولايتي شورا دفترونو ته نږدې د پوليسو پر ياد مرکز شوی دی.

والي حليم فدايي پر ټوېټر ليکلي چې امنيتي ځواکونو ساحه تصفيه کړې او دوه بريد کوونکي يې وژلي دي.

نوموړی زياتوي:"زموږ درې سرتېري شهيدان شوي او پنځه نور سطحي ټپيان شوي. وضعيت اوس نورمال دی."

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي هم له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل چې بريد پای ته رسيدلی، درې سرتېري يې وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا چاودنه ډېره زوروره وه چې له کبله يې د پوليسو د ياد مرکز ترڅنګ شاوخوا ودانيو ته هم پوره مالي خسارات رسيدلي دي.

د دغه بريد مسؤليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی دی. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دغه ډله ييز بريد کې لسګونه افغان امنيتي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي.