رحمان د قریشي سره په کتنه کې: طالبان د اسلامي امارت جوړولو ته تیاری نیسي

د تاجیکستان ولسمشر ویلي دي چې که د افغانستان حکومت ټول شموله نه وي او د هغه هیواد د ټولو پرګڼو او ډلو استازیتوب ونکړي، تاجیکستان به یې په رسمیت ونه پیژني.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان، د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) د طالبانو ډله د پراخ بنسټه نظام په جوړولو کې په ځبلو ژمنو کې په پاته راتللو او د اسلامي امارت د جوړولو په هڅه تورنه کړه.

ښاغلي رحمان دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنه کې بیان کړه. ښاغلی قریشي د افغانستان د وضعیت په هکله د بحث لپاره تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ته په درې ورځني سفر تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرولو سره د سیمې هیوادونو ته د قریشي د سفر په هکله ویلي دي چې د اسلام آباد په باور د افغانستان ګاونډیان په افغانستان او سیمې کې د سولې، امنیت او ثبات په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

د تاجیکستان د جمهوري ریاست دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: "واقعیتونه په څرګنده ښیي چې طالبان خپلې ژمنې ماتوي او د نورو سیاسي اړخونو په پراخ مشارکت سره د موقت حکومت د جوړولو لپاره په خپلو ژمنو عمل نکوي او د اسلامي امارت د جوړولو لپاره تیاری نیسي."

پدې اعلامیه کې راغلي دي چې تاجیکستان به هغه دولت چې په افغانستان د زور او سرکوبۍ له لارې واک ته رسیدلی وي او د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د هغه هیواد د قومي اقلیتونو موقف له پامه وغورزوي، په رسمیت ونه پیژني.

تاجیکستان چې د افغانستان سره څه دپاسه ۱۳۵۷ کیلومتره سرحد لري په وار وار یې په افغانستان کې د جګړې او ناارامیو او ددې هیواد څخه تاجیکستان ته د ترهګرو د نفوذ او پراختیا په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

تاجیکستان چې د روسیې د سترې پوځي اډې کوربه دی د جمعي امنیت د تړون غړیتوب لري چې روسیه یې رهبري کوي.

قرغیزستان، قزاقستان، بلاروس او ارمنستان ددې تړون نور دایمي غړي هیوادونه دي او افغانستان او صربستان یې څارونکي غړي دي.