د لاس رسي وړ اتصالات

ایا طالبان له بغاوت څخه حکومتولۍ ته مخه کولای شي؟


وسله وال طالبان په ارګ

یو شمېر کارپوهان وايي چې طالبانو ته به اوس معلومه شوې وي چې د افغانستان تر نیولو په افغانستان کې واکمني سخته ده.

یو شمېر اوسني‌ او مخکني‌ دپلوماتان په دې باور دي‌ چې د طالبانو واکمني به په دې پورې اړه ولري چې دوی څومره ټول شمول او معقول حکومت جوړوي، ځکه چې طالبان اوس له سیمه ییزو واکمنانو، قومي مشرانو، مذهبي رهبرانو او نورو سیاستوالو سره مخامخ دي.

د پنټاګون یو مخکنی سلاکار په دې باور دی چې «طالبان به په یو ډول نه یو ډول پوه شي چې په افغانستان باندې واکمني د افغانستان تر نیولو ډېره سخته ده.»

نوموړي «فارین افیرز» د بهرنیو چارو مجلې ته په یوې مقالې کې لیکلي دي: «د طالبانو سوبه د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې، نا څرګند حالت او کړاو د پای ته رسېدو په مانا نه ده. طالبان د فقر، ناقانونه کروندو، داخلي شخړو، مزاحم ګاونډیانو او د پاڅون له ګواښ سره، چې هېواد ته یې زیان رسوي، مخامخ دي- دا مسائیل (د افغانستان) ټولو واکمنانو ته خنډ وو.»

د طالبانو په وړاندې ننګونې

طالب اورپکي همدغه راز له دې مشکل سره مخامخ دي‌ چې څنګه له بغاوت څخه حکومتوالۍ ته واوړي او تقریبآ ټول ملي ‌بنسټونه له صفر څخه ورغوي.

په داسې یو هېواد کې چې شاوخوا ۱۴ بېلابېلې مذهبي ډلې او د اټکل له مخې شاوخوا ۳۸ میلیون نفوس لري، د طالبانو د مخالفانو په وینا دا به دغې ډلې ته ډېره سخته وي‌ چې په افغانستان واکمني وکړي او یوه پاشلې شوې بروکراسي راټوله کړي.

د طالبانو مخالفان وايي دا ډله شاوخوا ۷۵۰۰۰ جنګیالي لري او سخته ده چې دوی په ټول هېواد باندې خپله خوښه وتپي. طالبان دا مهال له پنجشیر پرته په ټول افغانستان کې واکمن دي او ولایتونه او ښارونه یې له جګړې پرته ونیول او یا وروسپارل شول.

په واشنګټن ډي سي کې د جانس هاپکینز پوهنتون پروفیسور ولي نصر تېره اونۍ د «اسیا سوسیاټي» په یوې انلاین غونډې کې وویل: «نپوهېږو څه تمه ولرو. تر هر څه مخکې دا پوښتنه باید وشي چې ایا دا هماغه پخواني طالبان دي؟»

ښاغلی نصر د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د چارو سلاکار هم و. هغه په سوله ایز ډول د افغانستان نیولو ته په اشارې سره وايي‌ چې طالبان له نورو سره سیاسي معامله وکړه او په باور یې دوی اوس هغه طالبان نه دي چې په ۱۹۹۰ کلونو کې یې په زوره افغانستان ونیوه.

طالبانو چې په ۱۹۹۸ کې مزار شریف ونیوه شاوخوا ۲۰۰۰ کسان، ‌چې اکثریت یې هزاره وو، ووژل. ښاغلی نصر وايي: «زه فکر کوم ډېر تغیرات راغلي.»

مهربان او نرم طالبان؟

تېره اونۍ په کابل کې د عاشورا مراسم ونمانځل شول. طالبانو یوازې دا نه چې د دغو مراسمو مخه یې ونه نیوله بلکې ځینو ټېټ پوړیو مشرانو یې په دغو مراسمو کې برخه هم واخیسته.

د دې تر څنګ ځینو طالب مشرانو د شیعه مشرانو سره په افغانستان کې د همه شمول حکومت د جوړولو په اړه خبرې هم وکړې.

طالبانو کابل ته له راتګ وروسته د پخواني ‌ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د شورا له مخکني مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو سره هم خبرې اترې کړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا دا ډول کارونه نمایشي دي؟ د طالبانو ځينې مخالفان په دې باور دي‌ چې طالبان دا کارونه د دې لپاره کوي چې په واک باندې ښې منګولې ښخې کړي، بهرنۍ مرستې راماتې کړې او په بهر کې د افغانستان ګنګل شوې ۹.۵ میلیارد ډالر ترلاسه کړي.

په لندن کې د «چاتم هاوس» کارپوه حمید حکیمي وايي: «طالبانو د لویدیځ په ضد انتقادونه کم کړي‌ دي. په تېر کې نړیوال ضد لفاظي یو غږ بلل کېده، خو طالب مشرتابه پوهېږي چې د حکومت د جوړولو لپاره یې د بریا هر چانس په نړیوالو مرستو پورې تړلی دی.»

نوموړي ویلي دي د طالبانو له بري سره سره په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي.

په همدې حال کې په پنجشیر کې د طالبانو ضد مقاومت ویاند علي نظري، چې احمد ولي مسعود یې مشري کوي، وايي چې سیاسي مذاکرات یو دام دی.

هغه امریکا غږ ته په تیلیفون کې وویل: «طالبان ښايي اوس ډېر پیچلي‌ وي او نړۍ ته ځان ډېر نرم وښيي. د دوی د ترور حکومت پیل شوی نه دی. دوی انتظار کوي چې امریکایان او اروپایان له افغانستان څخه ووځي.»

نظري او د طالبانو نور مخالفان په دې اند دي‌ چې طالبان به ژر «د انقلابي عدالت تطبیق» پیل کړي او همدغه راز هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې د لویدیځ له امنیتي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

د سرغړونې راپورونه

ځينې نور بیا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او د کابل د نیولو پر مهال د طالبانو له لوري د یو شمېر کسانو وژلو ته ګوته نیسي. د ناروې یوه خصوصي استخباراتي‌ اداره، چې ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو ته امنیتي معلومات ورکوي، وايي چې داسې اسناد او شواهد یې موندلي چې طالبانو افغانان د هغو کسانو په تور لست کې شامل کړي چې د مخکني حکومت په مهمو څوکیو او یا د امریکا په مشرۍ ایتلافي‌ ځواکونو سره یې کار کړی دی.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان وايي‌ طالبانو د جولاۍ په میاشت کې د غزني له نیولو وروسته د مالستان په ولسوالۍ کې نهه هزاره ګان وژلي دي. دا سازمان وايي شپږ تنه یې په ډزو وژل شوي او درې نور تر مرګ پورې شکنجه شوي‌ دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان وايي شاید دا د طالبانو له لورې د وژل شویو کسانو یوه برخه وي،‌ ځکه چې طالبانو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې تیلیفوني خدمات بند کړي او د تصویرونو او ویدیوګانو په اخیستلو یې بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشره مېشل بچلیت وايي چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو څخه یې دقیق راپورونه ترلاسه کړي‌ چې دې ډلې تسلیم شوي افغان امنیتي ځواکونه او عام خلک «اعدام» کړي، بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او په ښځو یې بندیزونه لګولي دي.

د دغه راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس څخه اخیستل شوي

XS
SM
MD
LG