د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو تمویل بند کړ


د نړیوال بانک ویاند ویلي دي وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیو، د یاد بانک رهبري پلاوي، د سه شنبې په ورځ اګست ۲۴ د افغانستان د وضعیت تر ارزولو وروسته پریکړه وکړه چې له هغه هیواد سره پولي پرداختونه بندې شي.

د نړیوال بانک ویاند زیاته کړه، دا بانک د افغانستان د اوسني وضعیت او همدارنګه د رشد د راتلونکې او په ځانګړې ډول د میرمنو په اړه "ژوره اندیښنه" لري.

د نړیوال بانک دې چارواکي زیاته کړه، دا بانک به له نړیوالې ټولنې او خپلو پراختیايي شریکانو سره د افغانستان د اوسني وضعیت او په هغه هیواد کې د لاسته راوړنو د ساتلو په اړه سلا مشورو ته دوام ورکړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د اګست په ۱۵ نیته کابل ونیو، بهرنیو مرسته کوونکو اعلان وکړ چې لږ تر لږه د لنډ وخت لپاره له افغانستان سره خپلې مرستې بندوي.

د امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک په میلیاردونو ډالره یې چې اوسمهال د نیویارک ښار په فدرالي زیرمو کې دي، کنګل کړي دي.

د پیسو نړیوال صندوق، IMF هم د ۴۵۰ میلیونو ډالرو څخه چې ټاکل شوېده په همدې اوونۍ کې د افغانستان حکومت ته سپارل شوي وای، ځنډولي‌ دي.

جرمني هم اعلان کړی ددې هیواد هغه ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته چې ټاکل شوې وه د افغانستان حکومت ته ورکړل شي، نه ورکول کیږي.

خو د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ویلي له افغانستان سره به د امریکا بشر دوستانه مرستې دوام وکړي خو له افغانستان څخه به په بشپړ ډول د امریکا او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو فعالیتونه هم مبهم پاتې شي.

کابل ته د طالبانو له داخلیدو وروسته د کړکیچ رامنځ ته کیدل

نړیوال بانک څو ورځې وروسته له هغه له افغانستان سره د پولي مرستو ورکړه بنده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې UNDP خبرداری ورکړ چې پر کابل د طالبانو له واکمني سره افغانستان د کړکیچ شاهد پاتې شوی او افغانان د خپل وطن پریښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي بیړنی حالت، د بشري مرستو بندیدل او د دولتي ادارو فلج پاتې کیدل ممکن ددې لامل شي چې انکشافي پرمختګونه له لاسه ولاړ شي کوم چې په ډیرې سختۍ سره په تیرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي:" اندیښنه لرو چې د جګړو ، د اطمینان د نشتون، وچکالۍ او کویډ نولس له امله رامنځ ته شوی حالت د میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون ماتیدونکې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي."

د یو ان ډي پي یوه چارواکي اخیم شټاینر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو ددې چارواکي په وینا" د افغانستان خلک د بل هر وخت په نسبت اوس ډیرو بشري مرستو ته ضرورت لري" هغه وویل یاد سازمان ژمن دی چې له اړمنو او اسیب پذیره افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG