د لاس رسي وړ اتصالات

جي ۷: طالبان باید د کابل هوایي ‌ډګر ته خوندي تګ تضمین کړي


د بریټانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي چې جي ۷ ډلې یا د نړۍ اوو سترو اقتصادي هیوادونو هوکړه کړې چې طالبان باید د اګست تر ۳۱ وروسته د هغو کسانو خوندي تګ تضمین کړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي جانسن د یادې ډلې په یوې بیړنۍ غونډه کې چې نن د اګست ۲۴ ( وږې دویمه) جوړه شوه وویل چې هغه او همکارانو یې په یوې داسې لارې توافق کړی چې په هغې کې به "موږ په راتلونکې کې د طالبانو له ډلې سره تعامل وکړو."

خو نوموړي زیاته کړه چې د خوندي وتلو د تضمین لومړی شرط د اګست تر لومړی او له هغه هاخوا وو.

بریټانیا وايي چې له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د امریکا له جمهور رئیس جوبایډن څخه وغواړي‌ چې د اګست د ۳۱ ضرب الاجل تمدید کړي.

فرانسې هم له متحده ایالتونو څخه ورته غوښتنه کړېده.

خو له دې سره سره د امریکا جمهور رئیس د جي اوه له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا کار به ونکړي‌ او د اګست ۳۱ نیټه به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وروستی تاریخ وي.

د بریټانیا دفاع وزیر بن والیس نن سهار وویل داسې نه ښکاري‌ چې له افغانستان څخه دي د افرادو د لیږد بهیر د اګست تر ۳۱ وروسته تمدید شي.

دا په داسې حال کې طالبان وایي د ضرب الاجل تمدید یو اړخیز اقدام دی او د اشعال د دوام معني ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل امریکایانو ته یې پیغام دادی چې خپل ټول اتباع تر همدې نیټې پورې ( اګست ۳۱) له افغانستان څخه وباسي ځکه هم امکانات لري، هم الوتکې لري او هم هوایي ډګر یې په واک کې دی.

هغه زیاته کړه تر دې زیات د افغانانو د ایستلو اجازه نه ورکوي‌ او نه هم د هغوی په وتلو خوښ دي.

ذبیح الله مجاهد همدارنګه زیاته کړه د اګست له ۳۱ وروسته به امریکایانو ته په افغانستان کې اجازه ورنکړي او په وړاندې به یې دریځ غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د کابل د نړیوال هوایي ‌ډګر بیرون په زرګونه کسان ولاړ دي او غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د جي اوه مشرانو همدارنه توافق وکړ چې د طالبانو ډله به د ترهګرۍ د مخنیوي، د بشري حقونو د ساتلو په خاص ډول د میرمنو ، نجونو او اقلیتونو د حقونو په اړه به د خپلو اعمالو په اړه حساب کتاب ورکوي.

کاناډا، فرانسه، بریټانیا، المان، ایټالیا، جاپان او د امریکا متحده ایالات د جي اوه ډلې غړي‌ هیوادونه دي.

XS
SM
MD
LG